د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن کلنټن په افغانستان کې د ناټو د تګلارې دفاع وکړله


میرمن کلنټن په افغانستان کې د ناټو د تګلارې دفاع وکړله

میرمن کلنټن په افغانستان کې د ناټو د تګلارې دفاع وکړله

د امریکا د بهرنیو چارووزیرې هیلری کلنټن ، د جمهورئیس حامد کرزي د انتقادونو په ځواب کی، په افغانستان کې د طالبانو په ضد د ناټو د جنګ د ستراتیژۍ دفاع کړیده.

هیلري کلنټن نن وویل ، د ناټو د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه داده چه د استخباراتی معلوماتو پربنا ، مهم یاغیان اود هغوی شبکې په نښه کړي او خاصې حملې ورباندې وکړي. هيلری کلنټن وویل دغسې حملو د طالبانو په مشرتابه باندې غټه اغېزه کړیده.

جمهورریس کرزي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل ، هغه غواړي چه امریکایي قواوې او د ناټو په تړون کی نور هیوادونه په افغانستان کې خپل حضور او د عملیاتو شدت کم کړي.

ښاغلي کرزي همدغه راز د ناټو په قواوو باندی غږ وکړچه د شپی له خوا دی چاپی بندی کړی ځکه چه دده په وینا ، افغانان پاروی ، او کیدی شی چه ځنی خلک د طالبانو په بغاوت کی ورگډ شی.

XS
SM
MD
LG