د لاس رسي وړ اتصالات

د هیلري خپاره شوي ایمیلونه، ممکن هغې ته جنجال پیدا کړي


د امریکا جمهوري ریاست مقام ته د دیموکرات د گوند کاندیدې هیلري کلنټن د پانگه اچونکو، سیاسي فشار اچونکو او د شرکتونو رئیسانو ته شخصي ویناگاني چې په هیک شوو ایمیلونو کې افشا شویدي، دا څرگندوي چې د انتخاباتو د کمپاین په دوران کې چې هغه کوم دریځ لري، هغه د دغو ویناوو سره تضاد لري.

هیلري کلنټن دغه ویناگاني د انتخاباتو د مبارزې د شروع کیدو نه مخکې د والسټریټ کسانو ته د بندو دروازو شاته کړیدي. ځیني ایمیلونه چې د کلنټن د کمپاین مشر ته رالیږل شويدي او یا هغه چا ته لیږلي دي، دغه ویناگاني پکې جنجالي بلل شویدي.

د یادونې وړ ده چې دغه ایمیلونه وکي لیکس خپاره کړیدي.

په یوې وینا کې کلنټن وئیلي چې سیاستمداران دی ته ضرورت لري چې یو شخصي او بل ولسي دریځ ولري. د هغې دا خبره د انتقاد کونکو هغه اندیښنې ریښتني کوي چې وایي کلنټن د باور وړ نه ده.

د دغه ایمیلونو تائیدول مشکله ده. خو د کلنټن د انتخاباتي مبارزې ټیم تر اوسه پورې په دی هکله څه نه دي وئیلي.

XS
SM
MD
LG