د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلاف: د طالبانو د پسرلني خوځښت خلاف عملیات


ایتلاف: د طالبانو د پسرلني خوځښت خلاف عملیات
ایتلاف: د طالبانو د پسرلني خوځښت خلاف عملیات

د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې میشتو ایتلافي ځواکونو د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په وړاندې په ټینگو اقداماتو لاس پورې کړی، پر هغوی باندې په عمده سرحدي سیمو کې پر هیلکوپترو بریدونه کوي.

د امریکا د یو سلو یوې هوایي فرقې پراشوتي قواوی د پکتیکا ولایت لیری پرتې ولسوالۍ ته تللي. د برمل ولسوالي د افغانستان د امن کولو لپاره د ناتو د نوي پلان د جگړې یو عمده مرکز دی.

په عنعنوي توگه په پاکستان کې د ژمي له تیرولو وروسته، طالبان هر کال پسرلی په افغانستان کې نوي بریدونه پیل کوي.

سږکال ناتو هیله منه ده چې په خاصه توگه په برمل او نورو ولسوالیو کې د جگړې ابتکار په لاس کې ونیسي او د طالبانو اکمالاتي لیکو ته په زرگونو تازه قواوی ولیږدوي.

د برمل ولسوالۍ څارنه د تورن کرس تنر په قوماندانۍ د امریکایي پراشوتي قواو له خوا ترسره کیږي. هغه وایي:

(.. دا د برمل په شمال کې د پاکستان څخه د راوښتلو د تاریخي لیکې د څارلو یو ستندرد اکتشافاتي ماموریت دی. دا ډیره ستغه سیمه ده. مونږ هلته ځو چې دغه سیمه ووینو او د راتلوونکو عملیاتو لپاره تیاری ونیسو.)

پراشوتي قواوو په برمل ولسوالۍ کې څو ساعته د مشکوکو طالبانو په لټونه او د هغوی د مرچلو څخه په نقشو اخیستلو تیر کړل.

طالبانو د یو څو توغندیو په ویشتلو سره عکس العمل وښود او امریکایي قواو په هاوانو ځواب ورکړ.

دوه ورځنۍ څارنه دواړو خواو ته پرته له تلفاتو پای ته ورسیده. د برمل ماموریت د تورن تنر د هیله من کیدو لپاره یو دلیل دی.

(.. د تاریخي لحاظه پر مونږ باندې د توپونو او تونغندیو ډیرې غیر مستقیمې ډزې کیږي. کچیرې مونږ دغه شمیره راټیټه کړو او همداشان هغه چاودیدونکي توکي چې افغانستان ته راوړل کیږي دا ټول له همدې پولې نه تیریږي. نو که مونږ ددغه اکمالاتو مخه ونیسو، دا په ټوله سیمه کې د یاغیانو پر فعالیت باندې اثر کوي.)

ستره خبره دا ده چې ایا ناتو کولای شي د یاغیانو ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او خپل ابتکار جاري وساتي او که نه.

XS
SM
MD
LG