د لاس رسي وړ اتصالات

د کولیراډو د پېښې قاتل دوکتورا ته کاندید وو


د امریکا د کولیراډو د ایالت پولیس وايي چې ددغه ایالت د ډینور په پراته ښارګوټي کې په یوې سینما کې د ډزو له کبله ۱۲ کسه وژل شوي دي او د ۷۰ شاوخوا ټپیان دي. چارواکي وايي چې د جمعې د ماښام ۱۲ بجې وې او خلګ د بټ من په نامه د یوه فیلم نندارې ته ورغلي وو چې یو کس چې مخ یې پټ کړی و په سینما ورننوتې او د اوښکي بهونګي ګاز د شیندلو وروسته یې پر خلګو ډزې پیل کړې. عیني شاهدان وايي چې قاتل یو ماشوم له ډير نږدې نه په ډیر بې رحمی وویشی او ویې وژی.

د کلوراډو ایالت والي جان هیکینلوپر وايي هغه د یو شمیر قربانیانو سره وخت تیر کړی و،، کله چې په دومره شمیر سره خلک ټپیان شي، نو خامخا به پکې یو شمیر داسي کسان هم وي چې د ټول عمر لپاره معیوب پاتې شي. موږ لا د مخه پدې هڅه کې یوو چې د یوې ټولنې په څیر سره راغونډ شوو. مونږ ددغې ټولنې په مرسته د انټرنیټ له لارې د درو ساعتونو په موده کې ۱۲۵ زره ډالره اعانه ټوله کړه.،،

پولیس وايي چې قاتل یې سمدستي نیولی دی. د هغه سره یوه توپنګچه او یو توپک ورسره وو. د ارورا د ښار د پولیسو آمر دانیل اوتس یو خبري کنفرانس ته وویل چې په دې پېښې کې یواځي د یوه کس لاس وو، په داسي حال کې چې په مخکنیو ریپوټونو کې راغلی وو چې ښايي د قاتل سره یې ملګری هم مل وي. قاتل په خپله د کولیرادو په پوهنتون کې د دوکتورا دپاره کاندید وو.

چارواکو د چاودیدونکو موادو د لټون ډلګۍ هم سیمه ته راوبلله چې سینما وڅاري او دا یقیني کړي چې قاتل خو به انفجاري مواد ځای پرځای کړي نه وي. همدغه راز د قاتل کور ته هم د تلاشۍ لپاره پولیس وراستول شوي دي.

د ارورا د پولیسو آمر داسي وايي:،، دا ډیره ستونزمنه مسله ده چې څنگه وکړیْ شوو د مشکوک کس اپارتمان ته په مصونه توګه ورننوځو. د رارسیدلو انځورونو له مخې ، ما شخصاً دا ډول وضعیت تردې پخوا نه و لیدلی، کله چې د بم خبره شي نو بیا خو زه یو غیر مسلکي او عادي شخص یم، زه هلته ډیر خطرناکه سیمان، حلقوي تارونه، د مهماتو او معایاتو ډک بوتلونه وینم، د ورایه داسی ښکاري لکه وژونکی چاپیریال چې اوسي. موږ اوس هغه ځای ته په ننوتلو کې ډیرې ستونزې لرو.،،

ښاغلی اوتس وايي چې د فیدرالي حکومت په مرسته به پولیس نن د شنبې په ورځ خپلې هلې ځلې پیل کړي د مشکوک اپارتمان ته ورننوځي.

د پولیسو آمر وايي په نږدې راتلونکې ک به د سینماګانو امنیتي تدابیر زیات کړي.

د ۲۰۰۹ کال راهیسي دغه برید تر ټولو خونړی برید و چې وسو. په کال ۲۰۰۹ کې د پوځ یو رواني ډاکټر د تکساس ایالت د یوه نظامي مرکز دننه پر ملکیانو او نظامیانو برید وکړ او ۱۳ کسه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG