د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې یخنۍ څلور تنه وژلي


د واخان سیمه یوه غرنۍ لرې پرته سیمه ده او په کې ډیر انکشافي کارونه نه دي شوي.
د واخان سیمه یوه غرنۍ لرې پرته سیمه ده او په کې ډیر انکشافي کارونه نه دي شوي.

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې تیره ورځ د د هوا د یخنۍ له امله درې ښځو او یو نارینه ژوند بایللی دی، او شپږ تنه نور چې درې ښځې او درې نارینه دي یخنۍ وهلي دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې اوس مهال د شپږ تنه د تاجکستان د مرغاب په سیمه کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي چې د واخان ولسوالي چې د سیمه په کچه یخه او لوړه ولسوالي ده، هر کال په کې د یخنۍ له امله خلک ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د لوري د بدخشان خلک اکثر وخت د شیرخان بندر له لارې تاجکستان ته ځي او له هغه ځایه خپلو کلیو ته ځي. ددغې سیمې اوسیدونکي خوراکي توکي او نور د ضرورت وړ شیان هم له تاجکستان څخه را اړوي.

د بدخشان د پامیر اوسیدونکي په ژمي کې له واورو او یخنۍ له امله له ستونزو سره مخ کیږي، خوراکي مواد یې کمیږي او درمل هم ورته نه رسیږي.

فروتن زیاتوي چې اکثر ماشومان یې د ژمي پر وخت سینه بغل کیږي او د تداوۍ لپاره یې درمل نه موندل کیږي، نو ځکه د دغو سیمو خلک ماشومانو ته د ناروغۍ پر وخت تاریاک ورکوي.

د سیمې د افغان سرحدي ځواکونو سرتیري خلکو سره د مرستې لپاره دغه سیمې ته ورغلي او خلک یې له یخنۍ ژغولي او ځینې نور یې کلینکونو ته انتقال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان والي احمد فیصل بیګ زاده قرغزستان ته په دې خاطر سفر کړی چې د پامیر له خلکو سره مرسته وکړي.

د قرغزستان چارواکیو هم د بدخشان د پامیر د سیمې له خلکو سره د مرستې ژمنه کړې چې کلینکونه به ورته جوړ او دوايي به ورته ور ولیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG