د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کشف کوونکي د ورځې پر لمانځلو اختلاف


کرسټوفر کولمبس په همدې ورځ د امریکا په ځمکه قدم کېښود او یوه نوې دنیا یې وموندله.
کرسټوفر کولمبس په همدې ورځ د امریکا په ځمکه قدم کېښود او یوه نوې دنیا یې وموندله.

په امریکا کې د اکتوبر د دویمې اوونۍ دوشنبه عمومي رخصتي وي او د کرسټوفر کولمبس د لمانځلو ورځ بلل کیږي؛ کولمبس په همدې ورځ امریکا کشف کړه.

دغه ورځ ډیر امریکایان او ځینې نور په ویاړ لمانځي خو بیا یو شمېر داسې هم شته چې د دې ورځ لمانځل ښه نه گڼي.

د اکتوبر دولسمه په تاریخي وجه ځکه مهمه بلل کیږي چې په دې ورځ کرسټوفر کولمبس د امریکا په ځمکه قدم ایښی و او په دغه ورځ یې یوه نوې دنیا وموندله.

په امریکا کې میشت ځیني لاتین امریکایان دغه ورځ ځکه لمانځي چې کولمبس لاتین نژاده و. جان ویلا چې په امریکا کې د لاتین امریکایانو د ملي ټولنې مشر دی وایي چې دغه ورځ د مختلفو دلایلو له کبله مهمه ده.

هغه وایي " دا د رخصتۍ ورځ او یوه موقع ده چې مونږ یې په دې وجه لمانځو چې مونږ هم نړۍ ته څه ورکړي دي. مونږه د خپلو نیکونو تاریخ لمانځو، زما په فکر نور خلک دا ورځ ځکه لمانځي چې د کولمبس له راتگ وروسته د نړۍ دې برخې ته له نورو سیمو نه خلک راغلل او اباد شول."

بی شکه ځیني خلک دا فکر کوي چې کولمبس یو ډیر ښه کاشف او لټوونکی و ، خو زیاتره خلک د هغه د پاتې تاریخ نه خوشحاله ندي او وايي چې کولمبس امریکا ته د راتگ نه وروسته ځایي خلک غلامان کړل.

د جارج میسن په پوهنتون کې د تاریخ پروفیسر جو جینیټن پلاوا وایي " د کولمبس له لوري د امریکا له کشفولو لس کاله وروسته - د کال ١۴٩٢ نه واخله تر ١٥٠٢ پورې- د ټاینو قوم وګړي چې د باهاماز اوسیدونکي وو، له یو میلیون څخه یوازې ٥٠٠ تنه پاتې شول."

رابرټ هولډن چې د هندي امریکایانو د ملي کانگرس مشر دی وایي چې د کولمبس تاریخ سم ندی لیکل شوی.

هغه په دې اند دی چې "د امریکا د هغه وخت ځايي خلکو په هکله چې بهرنیانو څه لیکلي، په دی هدف شوي چې بهرنیان یې ولولي همدغه علت دی چې څوک په دغه تاریخ مکمل باور نشي کولی."

ډیوډ سلورمین چې د جورج واشنگټن په پوهنتون کې د تاریخ پروفیسر دی وایي چې پکار ده ولس په پوره او سم تاریخ خبر وي " دا به سمه نه وي چې د تاریخ یو اړخ ته پام وشي او بل د پامه وغورځول شي؛ باید ټول اړخونه وڅېړل شي او بیا قضاوت وشي."

ځیني خلک وایي چې دا ورځ دې د کولمبس ورځ په نوم نه لمانځل کیږي او د ځایي اوسیدونکو د ورځ نوم دې ورته ورکړی شي.

خو، ځینې نور بیا په دې باور دي چې ځایي اوسیدونکي دې د خپل تاریخ لمانځلو دپاره بله ورځ انتخاب کړي.

XS
SM
MD
LG