د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې وړې بیړۍ په اووښتلو کې په سوونو کسان وژل شوي


د کانگو د دیموکراتیک جمهوریت د یوې وړې بیړی په بل مخ اووښتلو کې ښايي په سوونو کسان وژل شوي وي.

رپوټ وايی دا وېره شته ده چې د کانگو په شمالی غربی سېمه کې ېوه وړه ماشېن لرونکی بېړی وروسته له هغه نه چې د روکي په سېند کې له کوم شی سره ولگېدله په بل مخ اووښتی وي.

د ایکواتور ایالت یوه وېاندی ریبکه اېبلې وايي چې ١٥ کسان په دغه پېښه کې ووژل شول ٦٠ تنه نور لادرکه دی. هغی ووېل چې دغی بېړی د شپې سفر کاوه خو څراغونه ېې نه و روښانه کړی.

په ېوه بله پېښه کې ، ېوه باروړونکی بېړی کې اور ولگېده او د کاسای په سېند کې، چې دکانگو په جنوبی برخه کې دی،د شنبی په ورځ په بل مخ واووښتله.

د پیښی ژوندی پاتی شوي کسان وايی چی په بېړی کې تقرېبا ٢٠٠ کسانو سفرکاوه. په دې کې ېوازې کم شمېر خلکو د سېندغاړی ته په لامبو وهلو باندی ځان رسولی دی.

دکانگو د اطلاعاتواوکلتور وزېر لامبارت مېندې امرېکا غږ ته وویل چې چارواکو لا د مرگ شمېر ندی تثبیت کړی. خو تراوسه پورې لږ تر لږه ٢۴ کسان ژوندی پاتی شوېدی. لامبارت مېندی ووېل په بېړی کې هغه وخت اور ولگېده چی دتېلو وړو ټېمانو اور واخېست.

دکانگو د اطلاعاتواوکلتور وزېر لامبارت مېندې ووېل پکارده چې په دې بېړی کې چا سفر نه وای کړی او د بېړۍ چلوونکی باندی به جنایی تورونه ولگېږی. رپوټ وايی ېچ په کانگو کې د بېړېو داووښتلو پېښی ډېرې عامی دی ځکه چې خلک معمولا په وړو بېړېو کې سفرونه کوی او په هغو کې معمولا بار زېات وی او د بېړېو ساتنه په معېاری توگه نه کېږی. دمی په مېاشت کې مانېما په سېند کې په ېوه بېړ ی کې ٨٠ کسان ووژل شول. د جولای په مېاشت کې دکانگو په سېند کې د باندندو په اېالت کې د ېوې بېړی په بل مخ چپه کېدلو کې ١۴٠ کسان وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG