د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګو په پلازمېنې کې چاودنو ۱۵۰ کسه وژلي


دیپلوماتان او حکومتي مامورین وایي چې د کانګو د جمهوریت په پلازمېنې برازویل کې په یو لړ چاودنو کې ۱۵۰ کسه وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې چینايي کارګران هم شامل دي. مقامات وایي د کانګو د سیند په غاړه کې د وسلو په ډیپو کې څو قوي چاودنو نن سهار دغه ښار ولړزاوه.

په برازویل کې د چین د قونسلگرۍ یو مامور د بیجنگ خبري اژانس ته وویل چې په تلفاتو کې څلور کسه وژل شوي او په لسګونو تنه خلګ ټپیان شوي دي.

ددغه مامور له قوله ویل شویدي چې سفارت هڅه وکړه چې د تلفاتو په هکله به نور معلومات تر لاسه کړی.

دغه دولتي خبري اژانس رپوټ ورکوي چې دا کارگران د بیجنگ د ودانۍ جوړولو د انجنیرۍ د ډلی خلک دي چې د کانگو په جمهوریت کې کار کوی.

سمدستي د چاودنو علت نه دی معلوم شوی. همدا شان یولړ قوي چاودنو د کانگو د دموکراتیک جمهوریت پایتخت کنشاسا چې کانگو د سیند په غاړه پروت دی ولړزاوه.

عینی شاهدانو وویل ددغو چاودنو نه وروسته د تور لوگې لوخړې پورته ختلې او د کنشاسا نه لیدل کیدې.

XS
SM
MD
LG