د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جگړې د خپرو شوو اسنادونو په اړه د امریکا د کانګرس غبرګون


د امریکا د مشرانو د جرګې د خارجي روابطو د جرګه ګۍ رئیس جان کیري پرون د سه شنبې په ورځ وویل چی د افغانستان د جګړې په باب د امریکا د اردو په لسګونو زره افشا شوي اسناد په سیمه کي د امریکا په پالیسۍ باندي چندان اثر نه اچوي.

د امریکا د مشرانو د جرګې د خارجي روابطو د جرګه ګۍ په هغه استماعیه غونډه کي چی په افغانستان کي دروغي جوړی د امکاناتو په باب جوړه شوې وه، دیموکرات سناتور جان کیري چی ددې غونډي رئیس هم و، ددغو افشا شوو اسنادو اهمیت رد کړ.

" زه فکرکوم چی دا به مهمه وي چی ددغو اسنادو په باب تر حد زیات را ونه پاریږو."

د ( ویکي لییکس ) په نامه یوې ویب پاڼي د امریکا د اردو تقریبا ٧٥ زره اسناد چی دافغانستان د جګړې سره اړه لري افشا کړي او ویلي یې دي چي په هغو کي د حالاتو څرګندوني شوي او د اشخاصو مسئولیتونه رابرسیره شوي دي.

کیري ددغو اسنادو افشا کیدل د منلو وړ نه دي بللي او ویلي یې دي چی زیاتره، نه ټول اسناد د افغانستان په باب د جمهوررئیس براک اوباما د نوي ستراتیژۍ د جوړولو نه مخکي موده کي برابر شوي دي.

کیري وویل چی ددغو افشا سوو اسنادو ډیره ځورونکې برخه داده چی وایي د پاکستان استخبارات د افغان طالبانو سره نژدې اړیکي لري.

" دا کومه نوې خبره نه ده. دا هرچاته مهمه ده چی په هغې ځان پوه کړي. موږ ددغو آوازو سره مبارزه کړې او په دې برخه کي مو یوڅه پرمختګ هم کړی دی."

کیري پاکستان ته په پرمختیایي چارو کي د امریکا د ٧،٥ ملیارډ ډالرو د مرستو ورکولو په پریکړو کي مهم نقش لوبولی دی. هغه د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو غړو له خوا تر زیات فشار لاندي دی او په سیمه کي د جمهوررئیس اوباما د حکومت د پالیسیو په باب پوښتني ځنی کیږي.

مګر په افغانستان کي د روغي جوړي په باب په دغه استماعیه غونډه کي شاهدانو د امریکا د کانګرس او خلکو نه وغوښتل چی د افغانستان د ثبات د پاره دي خپلي هلي ځلي نه بندوي.

په عراق او پاکستان کی د امریکا پخواني سفیر ریان کراکر وویل چی د افغانستان د پاره د یاغیانو ضد د اوږدې مودې ستزاتیژي په کار ده، مګر دا کاروخت او زغم ته ضرورت لري او هغه وویل چی دغه دواړه په امریکا کي ډیر کم پیدا کیږي.

" زموږ دوستان په دې ډاډه او مطمئن نه دي چی موږ به خپل تعهدات ترسره کړو؛ او زموږ دښمنان فکر کوي چی موږ به خپل زغم او حوصله له لاسه ورکړو. موږ باید هغوی دواړو ته دا په ډاګه کړوچی زموږ عزم او اراده ددوی سره مساوي ده. "

( ډیویډ کیل کولین ) په واشنګټن کي دیره د یاغیانو په ضد د امریکا د امنیت د نوي مرکز یو کارپوه دی. هغه وایي چی د افغانستان په باب د روغي جوړي په خبرو کي دا مهمه ده چی د طالبانو غټو غړو ته هم برخه ورکړه سی. هغه دا هم وویل چی دا به معقوله وي چی موږ د زور او قوت ددریځ په حال کي د هغوی سره خبري وکړو. ( کیل کولین ) وویل چی نړۍ والي او افغان قواوي باید طالبانو ته یوه لویه تاکتیکي ضربه ورکړي.

" موږ باید چي طالبان په زیات شمیر ووژنو او د هغوي سازمان سره ګډوډ کړو. دا به د خوښۍ وړ خبره نه وي ، خو هغه حتمي باید تر سره شی. موږ باید یوه تروریستي سازمان ته مخکي له دې چی هغه خبرو ته چمتو کیږي دغه راز تاوان ورسوو. "

کیل کولین وویل چی دا ډیره مشکله ده چی یاغیانو ته دي ماته ورکړه سی، مګر ددې کار د پاره وخت او حوصله په کار ده.

سناتور کیلي له تقریبا لسو کالو وروسته چی امریکایي قواو په افغانستان کي نظامي عملیات شروع کړي دي په هغه ملک کي د پرمختګ د کموالي په باب اندیښنه وښودله او ویې ویل چی دی په دې باورلري چی افغانان باید په دې پوه وي چی دا ددوي خپله جکړه ده او د امریکا خلک نه غواړي چی محاربوي عسکر یې په هغه ملک کي د نا محدودي مودې د پاره پاته وي.

XS
SM
MD
LG