د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس ځیني غړي وايي امریکايي عسکر دي د افغانستان څخه راویستل شي


د امریکا په کانګرس کې یو شمیر غړو چې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټان دواړه په کښي شامل وو په دې ورستیو کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د سمدستي راوتلوو غوښتنه وکړه. دغو غړو وویل چې امریکايي سرتیرو هر هغه څه چې په وس یې پوره وو وکړل اوس د دې وخت رارسېدلې دی چې دوي خپل هېواد ته راستانه شي.

د شیکاګو په غونډه کې ولسمشر اوباما یو ځل بیا هغه اندېښنې په افغانستان کې رفع کړې چې د عامو افغانانو ترمنځ د امریکا د وتلو په هکله راپورته شوي وې. عام افغانان ویره لري چې نړیواله ټولنه یې د ۹۰لسیزې په څیر یواځي پرې نږدي او بیا په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پیل نشي.

ولسمشر اوباما د ناټو په سرمشریزه غونډه کې پر دې ټینګار وکړ چې په داسي حال کې چې افغانان مخ پروړاندې ځي چې د خپل هیواد د امنیت چارې په خپله پرمخ یوسي، نړیواله ټولنه به د افغانستان سره یوځای وي. ښاغلي اوباما وویل ،،افغانان چې هروخت د ننګونو پر وړاندې دریږي، یواځي به نه دریږي،،.

خو د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو په مینځ کې داسي کسان شته چې وايي د افغانستان جګړه دي سمدستي ختمه شي او ټول امریکايي سرتیري دي د دغه هېواد نه راویستل شي.

د کلفورنیا ایالت د کانګرس ډیموکراتې استازې باربرا لي داسي وویل: ،،حقیقت دا دی چې د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نه حل کېږي. زمونږ زړوړو سرتیرو ټول هغه څه وکړل چې په وس یې پوره وو. اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې دوي بیرته را وغواړو،،.

بل پلو جمهوري غوښتنکي استازي والتر جونس هم د افغانستان د جګړې د اوږدېدو سره مخالفت څرګند کړ او داسي يې وویل: ،،زه دلته نن د خپلو همکارانو سره یوځای شوی یم چې ډګرمن ډیویس ته ښه راغلاست ووایم. هغه یو داسي کس دی چې په حقیقت باور لري په خاصه توګه کله چې مسله د پوځ د نارینه او ښځینه عسکرو د ژوند وي چې د یوه فاسد حکومت دپاره خپل ژوند له لاسه ورکوي یعنی دوي خپل ژوند د هیڅ لپاره د لاسه ورکوي،،.

د دوي ترمنځ دغه ډول ذهنیت د پوځ د ډګرمن دانیل ډېویس هغه ارزیابي لا پسي قوي کړ چې د افغانستان په هکله یې کړې ده او د نیوریارک ټایمز په ورځپاڼه کې د روان کال د فیبرورۍ په میاشت کې خپره شوه.

ډګرمن ډیویس په دې باور دی چې په افغانستان کې جګړه په سمه توګه نه ده روانه. کله چې مو د هغه څخه پوښتنه وکړه چې آیا دا به مسولانه کار وي چې د یوه مناسب حل لارې پرته امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه راووځي او په لړ کې به یې د ۹۰ لسیزه بیا تکرار نشي هغه د امریکا غږ ته داسي وویل: ،،ما څو لیکنې کړي دي او په کښي مي په واضیح ډول دا ویلي چې د هیڅ شي تضمین نشي کیدلای خو هغه تګلارې چې ما یې وړاندیز کړی وو ډیرې منطقې وې نسبت و هغو تګلارو ته چې اوس په افغانستان کې پلي کېږي. زه مطمین یم چې اوسنۍ تګلارې به ناکامي شي. زه دا فکر هم کوم چې د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې امکان ډیر زیات دی،،.

د کانګرس په دې غونډه کې د نړیوالې پالیسۍ د مرکز څخه میرمن شکریې دلاور هم ګډون کړی و. هغه د افغانستان د مطالعې د ډلې په نامه د یوې څیړنیزې برخې مشره ده چې په افغانستان کې یې د وضیعت په هکله څیړنې کړي دي.

هغې د امریکا غږ سره په مرکه کې داسي وویل: ،،زه فکر کوم چې که چیري نړیواله ټولنه د افغانستان څخه په بیړه ووځي، نو د ۹۰ لسیزې ناوړه پېښې به بیا تکرار شي. په همدغه دلیل ما په دې غونډه کې ګډون وکړ ځکه زه پوهېدلم چې دوي غواړي چې د افغانستان څخه مخکي له مخکي ووځي. که چیري دوي په بیړه ووځي او سوله را نه شي نو دا به د افغانستان لپاره خراب عواقب ولري،،.

خو باید وویل شي چې د کانګرس اکثریت په دې باور نه دي چې د افغانستان څخه دي د ټاکل شوي مهال ویش نه مخکي امریکايي سرتیري راویستل شي. د ولسمشر اوباما په ګډون اکثر د ناټو د غړو هیوادونه مشران په دې باور دي چې د افغانستان تګلاره پر سمه لارې روانه ده او افغان ملي امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري چې د ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هېواد امنیت په خپله وساتي.

حسیب الکوزی- واشنګټن

XS
SM
MD
LG