د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن او کانګریس د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا په تګلارې بحث وکړ


کلنټن او کانګریس د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا په تګلارې بحث وکړ

کلنټن او کانګریس د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا په تګلارې بحث وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن پرون د پنجشنبې په ورځ د ولسې جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ په یوې غونډې کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جمهور رئیس اوباما د حکومت د پالیسۍ کلکه دفاع وکړله خو په عین حال کې د پارلمان ځینو غړو په پاکستان کې د تروریستانو د پټیدو د خوندي مرکزونو په اړه قهر او غصه ښکاره کړیده.

د امریکا د پارلمان غړي وایي چې په پاکستان کې د تروریستانو د پټیدو د خوندي مرکزونو د شتون له وجې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو هڅې کمزورې کیږي.

د پارلمان غړو د بهرنیو چارو د وزیرې میرمن هیلري کلنټن نه سختې پوښتنې وکړلې او دهغې نه یې وپوښتل چې آیا د امریکا متحده ایالات په افغانستان او پآکستان کې د خپلو ستراتیژیکو او ملي امنیت د اهدافو د ترلاسه کولو په لور روانه ده او که نه.

د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشرې میرمن ایلینا روز لیټنن وویل چې د امریکا او پاکستان اړیکې په خورا مهم پړاو کې دي او وایي چې که چیرته پاکستان خپلو هغو پالیسیو ته ادامه ورکړي چې د امریکا د متحده ایالاتو د ګټو پر ضد دي، او د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي نو واشنګټن د اسلام آباد سره ملګرتیا ته ادامه نشي ورکولی.

میرمن ایلینا وویل د ایبټ په ښار کې د پاکستان پوځي چوڼیو ته نږدې د القاعده د شبکې د پخواني مشر ژوند کول د زیات شرم او رسوایۍ خبره وه.

خو میرمن هیلري کلنټن وویل زه پدې اقرار کوم چې د پآکستان او امریکایي تر منځ اړیکې تل آسانه نه وي خو وایي چې امریکا په پاکستان کې زیات بریالیتوبونه لرل.

" اسامه بن لادن او دهغه زیات شمیر جنګیالي وژل شویدي خو د القاعده د شبکې پورې د تړلو ډلو لخوا واقعي خطر اوس هم شته دی. مګر د دغو ډلو جګپوړه مشران وژل له منځه تللي دي او هغوي نور دا توان نلري چې غټې حملې وکړي. "

د بهرنیو اړیکو د جرګه ګې یوه بل غړي هاورډ برمن بیا وویل پکار ده چې د پاکستان سره د امریکا په پوځي مرستو د سره غور وشي خو د هغه ملک سره زمونږ اقتصادي مرستې مهمې دي.

ښاغلي برمن وویل دا د امریکا په ګټه ده چې چې د پاکستان د مدني ټولنو او دیموکراتیکو ادارو سره په دوامداره توګه مرستې وشي.

میرمن هیلري کلنټن همدرانګه وویل پاکستان ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې یې د هغه ملک پوځي او ملکي مشرانو ته ښکاره پیغام ورکړیدی او هغه دا چې پاکستان باید چې د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي.

" ما هغوي ته دا خبره په واضح ډول وکړه چې په اصطلاح د ښو او بدو تروریساتو تر منځ فرق کول ځانته شکست ورکول دي او دا کار ډیر خطرناک دی. او هر هغه څوک چې بیګناه ملکي خلک وژني باید چې پناه ورته ورنکړل شي که هغه د هر هیواد اوسیدونکي وي. "

امریکایي چارواکي د پاکستان په پوځي استخباراتي ادارې (ISI) باندې تور لګوي چې د القاعده د شبکې پورې د تړلې ډلې یانې د حقاني د شبکې سره مرستې کوي. دغه شبکه په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو باندې مرګانۍ حملې کوي.

XS
SM
MD
LG