د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د اوباما پر حکومت د حقاني د شبکې په خاطر فشار زیات کړی


د امریکا کانګرس د ولسمشر اوباما پر حکومت باندي فشار زیات کړی دی چې د حقاني پر شبکې باندي د ترهګرۍ شبکې ټاپه ولګوي. دغه شبکه د پاکستان څخه په افغانستان کې د امریکا په مشري قواوو پرضد بریدونه کوي.

د امریکا د مشرانو جرګې پرون د پنجشنبې په ورځ یوه داسي لایحه تصویب کړه چې په لړ کې به یې د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن کانګرس ته راغوښتل کېږي چې پر دې خبري وکړي چې آیا د حقاني شبکه د ترهګرو په لست کې شامیلیدای شي که نه او که نشي کیدای نو په دې هکله دي توضیحات ورکړي. دغه لایحه به د ولسمشر د لاس لیکیدو په ۳۰ ورځو کې عملي شي. اوس مهال دغه لایحه ولسمشر اوباما ته وړاندې کېږي.

د ولسمشر اوباما حکومت د حقاني شبکې پر لوړ پوړو غړو باندي بندیزونه لګولي دي خو تراوسه پوري یې دغه شبکه په بشپړه توګه د یوې ترهګرۍ شبکې په توګه نه ده ثبت کړې. په دې برخه کې ځند د کانګرس غړي ستومانه کړي دي.

د حقاني شبکه د افغانستان په ختیځ او د پاکستان په شمال لویدیځ کې فعالیت کوي او د طالبانو او القاعدې دواړو سره اړیکې لري. د امریکايي مقاماتو په وینا دغه شبکه د افغانستان ثبات ته تر ټولو غټ ګواښ پېښ کړی دی او ویل کېږي چې د پاکستان نه د یوه خوندي ځای په توګه ګټه اخلي چې په افغاسنان کې پر ایتلافي ځواکونو بریدونه وکړي.
XS
SM
MD
LG