د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي پاکستان دې د F-16 الوتکو پیسې پخپله ورکړي


د کانګریس غړي اندیښنه لري چې " پاکستان به ښایي دغه جنګي جیټ الوتکې د هند پر ضد وکاروي
د کانګریس غړي اندیښنه لري چې " پاکستان به ښایي دغه جنګي جیټ الوتکې د هند پر ضد وکاروي

متحده ایالاتو پاکستان ته ویلي دي چې که غواړي امریکایي ایف شپاړس ډوله جنګي جیټ الوتکي واخلي، باید چې پیسې یې دوي پخپله ورکړي. په لومړي سر کې داسې پریکړه شوې وه چې د دغو الوتکو لګښت به د امریکا حکومت ورکوي خو د امریکا کانګریس دا پریکړه ونه منله.

د امریکا حکومت د همدې کال د فبروري په میاشت کې په پاکستان باندي د اتو ایف شپاړس ډوله جنګي جیټ الوتکو، د رادار دستګاه او ځینو نورو وسایلو پلورل منظور کړي و چې ټول ټال ارزښت یې شپږ سوه او نهه نوي میلیون ډالر کیده.

خو د مشرانو په جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس باب کارکر ویلي و چې د خپل واک او اختیار نه په ګټې اخیستو به پرې نږدې چې دغه وسایل په پاکستان باندي وپلورل شي. ښاغلي کارکر ویلي دي " غواړي پاکستان ته دا پیغام ورسوي چې باید د وسله والو ډلو پر ضد ډیر څه وکړي. "

ښاغلی کارکر د امریکا د کانګریس یوازنی غړی نه دی چې په پاکستان باندي د وسلو او تجهیزاتو د پلورلو پر سر اختلافات لري. جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان دواړه په دې باور دي چې " اسلام آباد د طالبانو او حقاني د شبکې ملاتړ کوي.

د کانګریس غړي اندیښنه لري چې " پاکستان به ښایي دغه جنګي جیټ الوتکې د هند پر ضد وکاروي. " هند هم په پاکستان باندي د الوتکو د خرڅولو له کبله اعتراض کړی دی.

خو د پاکستان پوځ بیا وایي چې ایف – شپاړس ډوله الوتکې چې دوی ته پخوا ورکړل شوي، د پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې ګټورې دي، په ځانګړي ډول په قبائیلي سیمو کې ځکه چې دغه الوتکې خپل هدف دقیق ولي او د شپې له خوا هم پرواز کولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې د کانګریس د غړیو د اعتراض له وجې " مونږ پاکستان ته ویلي دي چې دا پیسې باید هغوي د خپلې ملي بودیجې نه ورکړي. "

کربي زیاته کړه چې د کانګریس د پریکړې پر اساس د امریکا حکومت د دغو الوتکو لګښت د پوځ د ځانګړېبودیجې نه نشي ورکولی.

په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې " د دغو الوتکو د اخیستلو لپاره به لارې چارې ولټوي.ښاغلي عزیز همدارنګه ویلي دي " د بل کوم هیواد نه به د دغو الوتکو د اخیستو کوښښ وکړي. "

XS
SM
MD
LG