د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس یو غړی په رشوت او جعل کارۍ تورن شو


چاکا فتاح د محکمې نه وروسته د خبریالانو سره خبرې وکړلې.
چاکا فتاح د محکمې نه وروسته د خبریالانو سره خبرې وکړلې.

چکا فتاح د استازو په مجلس کې د پنسلوانیا ایالت د خلکو یو استازی دی. یوه فدرالي قاضي هغه پدې تورونو کې مجرم وګاڼه.
په فتاح یو تور دا و چې د خپلې انتخاباتي مبارزې یې یو ملیون ډالر پور پیسې یې د فدرالي مرستو او خیریه کارونو د بودیجې نه ورکړیدی.

د متحده ایالاتو د عدلیې د وزارت مرستیاله لیزلي کالډویل وایي " د کانګریس غړي چکا فتاح د خپل دفتر نه دمفسدو شخصي او سیاسي ګټو لپاره کار اخیستی. "

میرمن کالډویل زیاته کړه چې " فتاح رشوت خوړلی، جعل کاري یې کړې او ان دا چې د خپلې انتخاباتي مبارزې پیسې یې پټې کړیدي. "

د محکمې په جریان کې په وړاندې شویو سندونو کې ښودل شویده چې د کانګریس دغه غړي کله چې د فلاډیلفیا د ښاروالۍ لپاره کاندید و، د خپلې ناکامې انتخاباتي مبارزې لپاره یې یو ملیون ډالر پور کړي و. هغه د دغه پور د ادا کولو لپاره شپږ لږه امریکایي ډالر د " ښوونې د پراختیا اتحاد" په نامه د خیریه ټولنې د بودیجې نه ورکړیدي چې دا اداره یې هم پخپله جوړه کړې وه.

چکا فتاح د خپلې جعل کارۍ د پټولو لپاره جعلي قراردادونه او د خیریه ادارو غلط بانکي حسابونه جوړ کړي و او پیسې یې پکې اچولې وې.

د کانګریس دغه غړي همدارنګه د خپل زوی د کالج د پور پیسې د استازو د مجلس د څوکۍ لپاره د خپلې انتخاباتي مبازې د بودیجې نه ورکړیدي. د هغه زوی د همدې جعل کارۍ په خاطر په پنځه کاله بند تیرولو محکوم دی او په زندان کې دی.

چکا فتاح د محکمې د جریان نه وروسته خبریالانو سره په خبرو کې داسې کومه اشاره ونکړه چې " خپله دندهبه پریږدي. "

خو که چیرته د استازو د مجلس دغه استازی خپله دنده پرې نږدي، د دیموکرات د ګوند مشره ننسي پلوسي به د هغه نه د دندې د پریښودلو غوښته وکړي او یا به میرمن پلوسي او د دیموکرات د ګوند ځینو جګپوړي غړي هغه د استازو د مجلس نه وباسي.د چکاح فتاح په هکله محکمه د همدې کال د اکتوبر په میاشت کې پریکړه کوي.

XS
SM
MD
LG