د لاس رسي وړ اتصالات

اداري فساد د سخت دریځو د غښتلتیا لامل کیږي


 د شفافیت نړیواله اداره: اداري فساد د خلکو غوسه راپاروي او د داعش د ملاتړو جذبولو ته لاره هواروي.
د شفافیت نړیواله اداره: اداري فساد د خلکو غوسه راپاروي او د داعش د ملاتړو جذبولو ته لاره هواروي.

د شفافیت نړیواله اداره وایي نړیواله ټولنه باید د سخت دریځو ډلو د ځپلو سره په مبارزه کې د اداري فساد له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړي.

دغه اداره له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د داعش، بوکوحرام او نورو ترهګرو ډلو سره د روانو جګړو په ترڅ کې له فساد سره مبارزې ته زیات اهمیت ورکړي.

د شفافیت نړیوالې ادارې د سې شنبې په رپوټ کې راغلي دي "فساد د عامو خلکو د نارضایتۍ لامل کيږي او پدې توګه وسله وال د خلکو استخدام، د وسلو رانیولو، او د ملي بنسټونو په کمزوري کولو لاس پوري کوي".

په راپور کې د داعش ډلې لخوا په ٢٠١٥ میلادي کال کې د عراق د موصل ښار او د سوریې د ختیځو سیمو نیولو ته اشاره شوې ده. موصل ښار هغه مهال سقوط وکړ چې عراقي ځواکونه د خپلو مورچلو څخه دفاع ونکړه.

رپوټ زیاتوي چې په لییبا کې هم د اسلامي دولت ډلې د معمر القذافي د حکومت د پرزیدو نه وروسته، د بې ثباتۍ څخه گټه اخیستې ده.

دغه رپوټ زیاتوي چې سخت دریځو په لیبیا کې د اداري فساد د زیاتوالي له امله خپل حاکمیت توجیح کړی دی او د خلکو ملاتړ جلبوي.

هلته انتقالي حکومت دومره بې وسه دی چې د خپلو خلکو امنیت نه شي نیولی.

په خپور شوي کلني رپوټ کې راغلي دي "د داعش د ډلې پیغام روښانه دی: واکمن حکومتونه په فساد ککړ دي او د یو شمیر بې اعتباره مخورو گټې ساتي. عامو خلکو ته خدمت نکوي؛ داعش بیا بل اړخ ته خپله پاملرنه په عدالت، ښې حکومتوالی او د خدماتو په رسولو باندې متمرکزه کړې ده."

د شفافیت نړیواله اداره زیاتوي چې ددې رپوټ پایلې د سوریې او عراق په څیر په هیوادونو کې صدق نه کوي، چې حکومتونه یې د بهرنیانو د مداخلې له امله کمزوري شوي دي.

XS
SM
MD
LG