د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: په ښاروالیو کې د فساد کچه لوړه ده


د فوکس په نوم د آغاخان یوې انکشافي موسسې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ښاروالیو د کاري موثریت په اړه یوه سروې خپره کړې. په سروې کې له ۹۱۰۰ کسانو سره د افغانستان د ۳۳ ولایتونو په ۲۸۱ ناحیو کې مخامخ خبرې شوې دي.

دا سروې چې د ۱۳۹۴ کال د جدي میاشتې له ۱۹مې نیټې پیل او د ۱۳۹۵ کال د جوزا میاشتې په ۲۰مه نیټه پای ته رسیدلې، په کې د افغانستان د ښاروالیو په اړه د ۳۳ فیصده ښځو او ۶۷ فیصده نارینه‌و نظر پوښتل شوی دی.

د فوکس د انکشافي ادارې ویاند عبدالنافع همت نن په کابل کې د یادې سروې د جزئیاتو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، په دې سروې کې د افغانانو د ستونزو سربیره د ښاروالیو اړوندې اته موضوعګانې څیړل شوې دي.

" ۹۴،۴ فيصده خلکو ويلي چې ښاروالۍ د عامه شکايتونو د تنظيم لپاره سیسټم نه لري. په مرکه شویو کسانو کې ۹۱ فيصده خلکو ويلي چې د ښاروالۍ پر کارونو باندې موږ نظارت نه لرو، په ځانګړې توګه د بودیجې د لګولو او د عوایدو د ټولو په برخه کې. ۹۹ فیصده خلکو ویلي چې موږ د ښاروالیو د کلنۍ بودیجې په اړه هیڅ معلومات نه لرو. ۹۱ فيصده خلکو ويلي چې ښاروالۍ فاسدې دي."

په دې سروې کې ۵۳ فيصده خلکو په انتصابي توګه د ښاروالانو په ګمارنې ټینګار کړی او ویلي دي تر هغې چې د ټاکنو او ټاکنیزو بنسټونو په قانون کې اصلاحات راغلي نه وي، ښاروالان دې په انتصابي توګه په دندو وګمارل شي.

خو ۱۹ فیصده خلکو بیاپه دې سروې کې ویلي، چې د هغوی په سیمو کې ښاروالانو په صادقانه توګه کار کړی دی.

دغه راز په سروې کې راغلي چې څه باندې ۳۷ فيصده ملکيتونه لا تر اوسه په افغانستان کې نه دي ثبت شوي.

خو د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره چې د ښاروالانو د غوره کولو او د ګمارنې لپاره یې ولسمشر ته د ورپېژندلو مسؤولیت په غاړه لري وايي، په اوس وخت کې د ښاروالیو وضعیت هغه راز نه دی، چې په دې سروې کې ښودل شوی دی.

د دغې ادارې ویاندې منیرې یوسف‌زاده امریکا غږ ته وویل، هغه څه چې په دې سروې کې خپاره شوي د ښاروالیو د یونیم کال مخکې وضعیت ښکارندويي کوي.

آغلې یوسف‌زاده وویل، د هغو معلوماتو له مخې چې د سیمه‌ ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې د شلو نویو ګمارل شوو ښاروالانو څخه راټول کړي د ښاروالیو عواید ۲.۵ میلون ډالره زیات شوي، چې دا په ښاروالیو کې د فساد د مخنیوي څرګندونه کوي.

هغې وویل "په تیرو شپږو میاشتو کې ډیر مثبت تغیرات راغلي دي، چې موږ په دې برخه کې اسناد هم وړاندې کولی شو، ان ولسمشر په وار وار د ښارونو د وضعیت د ښه کیدو او د ښارونو د عوایدو د زیاتېدو له امله له یو شمیر ښاروالانو څخه مننه کړې او د هغوی د کارونو ستاینه یې کړې."

د څښاک اوبه، کثافت، تفریحي ځایونه، د ښځو مارکیټونه، کانالیزاسیون، د موټرو تم‌ځایونه او په ښارونو کې د سړکونو او کوڅو پتې نور هغه موارد دي، چې په اړه یې د فوکس انکشافي ادارې په دې سروې کې د خلکو ستونزې پوښتلې دي.

د دې سروې د شمیرو له مخې، څه باندې ۲۵ فيصده خلکو ويلي چې د څښلو لپاره پاکې اوبه نه لري، نږدې ۱۴ فيصده خلکو د ښارونو په کوڅو او سړکونو کې د کثافاتو په موجودیت نیوکه کړې، ۱۲.۱ فيصده خلکو ويلي چې تفريحي پارکونه نه لري، نږدې ۱۱ فيصده خلکو ويلي چې په ښارونو کې د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټونه نشته، شاوخوا ۱۰ فيصده نورو د ښار په سړکونو، څلورلارو او کوڅو کې د لیکل شوو پتو د نشتوالي یادونه کړې او له دوو نه نیولې تر نږدې لس فیصده نورو کسانو په ښارونو کې د کنارابونو، کانالیزاسیون، د موټرو تم‌ځایونو، د ښځو لپاره د فاتحې د مراسمو سالون او د هدیرې لپاره د ځمکو نشتوالی د خلکو اساسي ستونزې بللې دي.

د افغانستان د ښاروالیو په اړه دا سروې په داسې حال کې خپره شوې، چې تیره اونۍ لویې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ پر ۱۱۰ تنو مامورینو باندې له افغانستان څخه بهر ته د تلو بندیز ولګوه. د کابل د ښاروالۍ دا شمیر کارکوونکيلویې څارنوالۍ ته د راټول شویو اسنادو د ورکړې وروسته ممنوع‌الخروج اعلان شوي وو، چې دا مهال تر پوښتنو او ګرویګونو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG