د لاس رسي وړ اتصالات

د فرخندې په قضیه کې محکمې۱۱ پولیس پر بند محکوم کړل


قاضي صفي‌الله مجددي وویل، چې د محکمې دا پریکړه وروستۍ نه ده او د قضیې دواړه خواوې د استیناف د غوښتلو حق لري.
قاضي صفي‌الله مجددي وویل، چې د محکمې دا پریکړه وروستۍ نه ده او د قضیې دواړه خواوې د استیناف د غوښتلو حق لري.

د کابل ولایت د دریمې حوزې ابتدائیه محکمې رئیس صفي‌الله مجددي نن د سې‌شنبې په ورځ د فرخندې د قتل په دوسیه کې د ۱۹ پولیسو په باب په یوه علني غونډه کې د محکمې پریکړه اعلان کړه، چې له مخې یې د کابل د دویمې امنیتي حوزې د آمر حسیب‌الله په ګډون ۱۱ پولیسو ته په دنده کې د غفلت په تور د بند یو یو کال سزا واوروله.

قاضي صفي‌الله مجددي د پریکړې د اعلان په وخت وویل، چې د محکمې دا پریکړه وروستۍ نه ده او د قضیې دواړه خواوې د استیناف د غوښتلو حق لري.

د فرخندې د قضیې د محکمې قاضي وایي د تورونو کسانو د استناف غوښتنې حق حفظ دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:19 0:00

ښاغلي مجددي وویل "له دواړو خواوو که هر څوک علاقه ولري، چې موظف څارنوال دی او یا همدا تورن دي، د استیناف غوښتنې حق یې خوندي دی، کولی شي چې د استیناف غوښتنې په پړاو کې د لومړنۍ محکمې د پریکړې په وړاندې خپل قانوني اعتراض په په قانوني موده کې وړاندې کړي".

دغه راز، محکمې په دې قضیه کې ۸ پولیس بري‌الزمه کړل خو و یې ویل، چې که چیرې د قضیې کوم اړخ په دې پریکړه قناعت و نه‌لري هغوي ته هم د استیناف غوښتنې حق خوندي دی.

نږدې دوه اونۍ مخکې همدې محکمې په دې قضیه کې د شاه‌دوشمشیره د زیارت یو منجاور په ګډون څلورو تورنو ته د اعدام او اتو نورو ته د شپاړس شپاړس کلونو د بند سزا ورکولو پریکړه وکړه. همدا شان، محکمې اتلس نور تورن بري‌الزمه کړل.

د فرخندې د کورنۍ غړو د محکمې د مخکینۍ پریکړې په باب ناخوښي څرګنده کړې وه او د محمکې له‌خوا اتلسو تورنو ته برائت ورکولو باندې یې انتقاد کړی وو.

د محکمې په نننۍ غونډه کې د فرخندې کورنۍ غړي حاضر نه وو خو د تیرو غونډو په څیر په نننۍ غونډه کې هم په زیات شمیر د مدني ټولنې فعالینو په ځانګړي ډول ښځو او د پارلمان یو شمیر غړو برخه اخیستې وه.

د ولسي جرګې غړې فرخنده زهرا نادري چې په پرله پسې ډول یې د فرخندې د قتل دوسیه څارلې د محکمې نننۍ پریکړه سیاسي پریکړه وبلله.

فرخنده زهرا نادري د محکمې پریکړه سیاسي وگڼله
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:18 0:00

میرمن نادري امریکا غږ ته وویل "د کابل امنیه قوماندان او د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو رئیس په تړاو هم باید پریکړه شوې وای، موږ په دې اړه استیناف غوښتنه کوو".

فرخنده څه باندې دوه میاشتې مخکې، د کابل ښار په مرکزې برخه د شاه‌دوشمشیره په زیارت کې هغه مهال د یوې قهرجنې له‌خوا په وهلو وهلو ووژل شوه چې ورباندې د دغه زیارت یو منجاور د قرآن عظیم‌الشان د سوزولو تور پورې کړ.

همدغې قهریدلې ډلې بیا د فرخندې مړي ته اور هم ورته کړ.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د دې قضیې د ارزونې لپاره ګمارل شوي کمیسیون او هم د کابل د دریمې حوزې محکمې پر فرخندې باندې د قرآن‌کریم د سوزونې تور بې بنسټه بللی دی.

XS
SM
MD
LG