د لاس رسي وړ اتصالات

محکمه په دوو ورځو کې د فرخندې په قضیه پریکړه کوي


د فرخندې په قضیه کې ۴۹ تنه چې ۱۹ یې پولیس دي شامل دي.
د فرخندې په قضیه کې ۴۹ تنه چې ۱۹ یې پولیس دي شامل دي.

د کابل لومړنۍ محکمې نن د فرخندې د وژنې د قضيې د څیړلو درېمه غونډه وکړه او په نننۍ غونډه کې د لومړي ځل لپاره د فرخندې د کورنۍ په استازیتوب یوې بهرنۍ مدافع وکیلې ګډون کړی وو او له قاضي څخه یې وغوښتل، ټولو هغو تورنو کسانو ته، چې په یو ډول نه یو ډول د فرخندې په وژنه کې لاس لري سزا ورکړي.

نن د کابل په لومړنۍ محکمه کې د فرخندې د قضیې د څیړلو درېمه ورځ وه، په دغو دریو ورځو کې د فرخندې د کورنۍ کوم غړي په غونډو کې ګډون نه دی کړئ خو نن یې د کیومودلي په نوم یوه بهرنۍ مدافع وکیله محکمې ته معرفي کړه.

میرمن کیومودلي وویل، د فرخندې د وژنې پر مهال امنیتي مسؤلینو هلته شتون درلود او کولی یې شول چې هغه له قهرجنو کسانو وژغوري خو هغوی خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره نه کړ او په دې برخه کې یې ناغیړي وکړه.

هغې د محکمې له قاضي څخه وغوښتل چې د ټولو اسنادو او شواهدو په پام کې نیولو سره تورنو کسانو ته سزا ورکړي او عدالت پر ځای کړي.

کیمو مودلي وویل" ټول اسناد واضیح دي، داسې ويډوګانې شته چې ښيي هلته څوک وو او څه یې کړي دي، د ټولو دا دنده وه چې فرخنده یې ژغورلې وای، که هغه پولیس وو او که عام وګړی، د هغې د کورنۍ په استازیتوب موږ د عدالت غوښتونکي یو، له محکمې غواړو د ټولو خبرو ته غوږ ونیسي او د فرخندې د وژنې عاملین پیدا کړي او د قانون له مخې ورته سزه ورکړي".

دغه راز، د فرخندې مدافع وکیلې د هغه کس د نیولو غوښتنه هم وکړه چې د فرخندې په مړي یې موټر خیژولی وو.

د محکمې په نننۍ غونډه کې موظف څارنوال حمیدالله قاصر د ۱۹ هغو پولیسانو په اړه راټول شوي اسناد او مدارک قاضي ته وړاندې کړل چې د فرخندې د وژنې په مخنیوي کې یې ناغیړي کړې وه.
موظف څارنوال حمیدالله قاصر وویل پولیسانو کولی شول چې د فرخندې د وژنې مخنیوی وکړي خو هغوی د فرخندې د ژغورولو لپاره هیڅ ډول هڅه ونکړه.

څارنوال له پیښې څخه ثبت شوې ویډیو ته په اشارې وویل " پولیس ډير بې پروا او بې تفاوته ولاړ دي، خلک وهل کوي، حتی تاسې په تصویر کې وینئ پولیس د بام په سر دی او خپله تومانچه بیرته په خپل تخر کې ایږدي، دوی څه ډول احساس درلود هغه مهال، درک مو نه درلود، وګوره د پولیس دغه حالت ته پولیس همداسې ودریږي، په پای کې د همدوی د سترګو په وړاندې یې وژني، موټر ورباندې تیروي او بیا یې سوزوي".

خو تورنو پولیسانو او د هغوی مدافعو وکیلانو له ځان څخه دفاع وکړه او ځانونه یې بې‌ګناه ګڼل.

د پولیسانو مدافعو وکیلانو د محکمې قاضي ته وویل چې پولیسو د فرخندې د ژغورلو لپاره هڅه کړې وه خو پر فرخندې د برید کوونکو کسانو شمیر دومره زیات وو چې مخنیوی یې ممکن نه وو.

د ټولو خواوو له خبرو او څرګندونو وروسته د محکمې قاضي صفي الله مجددي د فرخندې د وژنې قضیه د زیات غور لپاره څلورمې ورځې ته وځنډوله.

قاضي وویل " پاڼې زښتې زیاتې دي او د تورنو کسانو شمیر هم زیات دی په دې اړه پریکړه د څوو دقیقو او یا ساعتونو کار نه دی، په دې قضیه کې زیات غور ته اړتیا ده تر څو په سمه توګه عدالت پر ځای شي".

ټاکل شوې چې د سې‌شنبې په ورځ محکمه د فرخندې د وژنې پر قضیې غور وکړي او د چار‌شنبې په ورځ څلورمه غونډه کې د خپلو څیړنو پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG