د لاس رسي وړ اتصالات

بنګلدېش په یوې په زړه پورې لوبې کې افغانستان ته ماتې ورکړه


حشمت شهیدي په ۷۲ منډو وسوځېد. دا په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې د حشمت تر ټولو ډېرې منډې دي.
حشمت شهیدي په ۷۲ منډو وسوځېد. دا په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې د حشمت تر ټولو ډېرې منډې دي.

د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د دریو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړني لوبه بنګلدېش وګټله.

لوبه د بنګلدېش په غازي لوبغالي کې وشوه. د کوربنې لوبډلې کپټان د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، که څه هم دولت ځدراڼ د بنګلدېش لومړنی لوبغاړی، سمایا سرکار، په لومړي اور کې وسوځوه، خو تمیم اقبال د محمدالله او عمرالقیس په ملګرتیا د بنګلدېش منډې تر ۲۵۰ واړولې.

په افغان بالرانو کې ځوان بالر، نوین الحق، هم ولوبول شو. که څه هم هغه تر سخت فشار لاندې باولینګ وکړ، خو بیا هم لوبه یې وستایل شوه.

افغانستان د بنګلدېش له لوري د ۲۶۵ منډو هدف پوره نشو کړی او لوبه یې وبایلله.

افغان لوبغاړو شاوخوا شپږ کیچونه وغورځول، که یې په دغو کیچږنو کې یې لږ تر لږ درې هم نیولي وای، شاید بنګلدېش دا لوبه ګټلې نه وای.

یو مهال داسې فکر کېده چې شاید بنګلدېش به شاوخوا ۳۰۰ منډې وکړې، خو د دولت ځدراڼ، محمد نبي او راشد خان ښه باولینګ بنګلدیش په ۲۶۵ منډو ودروه.

رحمت شاه او حشمت الله شهیدي د ۱۴۴ منډو ملګرتیا وکړه، خو نورو لوبغاړو یې ملا ونه تړله چې هدف پوره کړي.

دا د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د نړیوالو لوبو لومړنی سیریز دی. د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ ده.

افغانستان او بنګلدېش تر دې دمه د یوې ورځې درې نړیوالې لوبې کړي چې دوه یې بنګلدېش او یوه یې افغانستان ګټلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG