د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ لوبغاړي دي کورنۍ افغانستان ته راولي


د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې د ځينو غړو کورنۍ پاکستان کې اوسیږي

د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې د ځينو غړو کورنۍ پاکستان کې اوسیږي

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق ستانکزی وايي د کرکټ د ملي ټیم او کورنۍ کرکټ ټیمونو لوبغاړو نه یې غوښتي دي چې خپلې کورنۍ له بهر نه هېواد ته راولي. ښاغلي ستانکزي وویل چې لدې وروسته به یوازې هغه لوبغاړي ملي او کورني کرکټ ټیمونو کې د لوبې حق ولري چې کورونه ېې په افغانستان کې وي.

ښاغلی ستانکزی دا هم وايي چې دا وخت سلو کې نهه نوي لوبغاړي افغانستان کې کورونه لري.

د افغانستان د کرکټ د ټیمونو د ځينو لوبغاړو کورنۍ په پاکستان کې اوسیږي.

ښاغلي ستانکزي دا ونه ویل چې د بورډ وروستي پریکړه د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو تاوتریخوالو سره اړیکه لري که نه. تیره اونۍ افغان او پاکستاني پوله ساتونکو د تورخم په سیمه کې پر یوبل ډزې وکړې چې په پایله کې یې درې افغان پوځيان او یو پاکستاني پوځي منصبدار ووژل شول.

د کرکټ بورډ مشر دغه راز وویل ټول لوبغاړي باید له هېواد نه د وتلو وړاندې رسمي اجازه واخلي. ښاغلي ستانکزي وویل چې دغه نوې مقرره د لوبغاړو پر شخصي او رسمي سفرونو تطبیق کیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

XS
SM
MD
LG