د لاس رسي وړ اتصالات

سمیع الله شینواري: د مقابل ټیمونه به رانه ډاریږي


سمیع الله شینواری
سمیع الله شینواری

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مشهور لوبغاړی سمیع الله شینواری وايي چې د دوي ټیم د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د غوراوي د سیالیو دپاره په پوره تیارۍ سره روان شویدی او یو ځل بیا به دغه سیالۍ او جام گټي او په څلورم ځل به په نړیوال جام سیالیو کې گډون کوي.

سمیع الله شینواری چې دا وخت د کرکټ د ملي ټیم سره په لندن کې تمرینات ترسره کوي. چې وروسته به بیا سکاټ لینډ او ایر لینډ ته ځي. د جولايي د نهمې نه به کرکټ د شل اوریز جام په سیالیو کې گډون کوي.

سمیع الله شینواری د امریکا غږ آشنا راډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان کرکټ ټیم د راتلونکو سیالیو د ټول ټیمونو سره پخوا هم لوبې کړیدي او ورنه ېې گټلي ېې دي،نو افغانستان د هغوي نه نه،هغوي به له افغانستان نه ډاریږي.

سمیع الله شینواري د خپل ټیم په اړه هم وویل چې د تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو په گډون ډیر ښه ترکیب جوړ شویدی او د گټلو په نیت راوتي دي.

سمیع الله شینواري د خپلو مینه والو نه غوښتي چې د روژې په میاشت کې د دې دعاگانو کې یاد ساتي او دوي به هم په پوره مینه لوبه کوي او په هیلو به ېې پوره خیژي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

XS
SM
MD
LG