د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر ستانکزی: له ماتې وروسته پر لوبغاړو انتقاد مه کوئ


اصغر ستانکزی وايي ده په مشرۍ کې ځوانانو ته په لوبډلې کې ډېر چانس ورکول کیږي
اصغر ستانکزی وايي ده په مشرۍ کې ځوانانو ته په لوبډلې کې ډېر چانس ورکول کیږي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي له ټولو افغانانو او د افغان کرکټ له مینوالو وغوښتل چې د لوبډلې له ماتې وروسته پر هغوی تند انتقادونه ونکړل.

ښاغلي ستانکزي وویل چې ګټل او بایلل د یوې لوبې دوه مخونه دي، خو باید له ماتې وروسته یې پر لوبغاړو او لوبډلې ډېر انتقادونه ونشي.

هغه وویل "که له خپل هېواد سره مینه لرئ، نو د لوبو له بایللو وروسته لوبغاړي نور هم تشویق کړئ چې بلې لوبې ته لا ښه برابر وي".

نوموړي همدغه راز وویل چې بری خو هر څوک لمانځي خو ښه کار دا دی چې په هر حال کې لوبغاړي وستایل شي چې د لوبې او ماتې فشار پرې کم شي. هغه وايي "پر لوبغاړو انتقاد، لوبغاړي تر نور فشار لاندې هم راولي".

کپټان اصغر ستانکزي د صحرا کپ د سیالیو په درشل کې له امریکا غږ اشنا سره خبرې کولې او هیله یې وښوده چې دا اتلولي به هم ګټي.

د صحرا کپ په سیالیو کې پر افغانستان سربېره ایرلنډ، سکاټلنډ، هالنډ، متحده عرب امارت، عمان، نمیبیا او هانګ برخه لري چې د همدغې میاشتې په ۱۴ نېټې په متحدو عربو اماراتو کې پيلیږي.

د افغانستان لومړنۍ لوبه یې له ایرلنډ سره، دویمه یې له اماراتو او درېیمه یې له نمیبیا سره ده.

افغانستان څو کاله مخکې دا اتلولي ګټلي وه، اصغر ستانکزی وايي چې د لوبغاړو مورال یې لوړ دی او د د غو سیالیو ګټلو ته یې هم ملا تړلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG