د لاس رسي وړ اتصالات

ډیویلرز په کریکټ کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ


미국-싱가포르 수교 50주년을 맞아 워싱턴을 방문한 리셴룽 싱가포르 총리가 백악관 경내에서 공식 환영행사가 시작되기에 앞서 휴대전화를 이용해 한 어린이의 사진을 찍고있다.
미국-싱가포르 수교 50주년을 맞아 워싱턴을 방문한 리셴룽 싱가포르 총리가 백악관 경내에서 공식 환영행사가 시작되기에 앞서 휴대전화를 이용해 한 어린이의 사진을 찍고있다.

د جنوبي افریقا د کرېکټ د ملي لوبډلې وتلي توپ وهوونکي اي بي ډیویلرز د نیوزلینډ د لوبغاړي کوري انډرسن ریکارټ مات.

ډیویلرز په خپل هېواد کې د ویسټ انديز خلاف یوې لوبې کې یوازې په ۳۱ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې چې دا د کرېکټ د یوې ورځنیو سیالیو تر ټولو چټکه او تاریخي سلیزه ده.

د کرېک انفو د نړیوالې وېپاڼې د معلوماتو په اساس ښاغلي ډیویلرز په ۴۴ توپونو ۱۴۹ منډې وکړې چې ۱۶ شپږیزې او نهه څلوریزې یې په کې ووهلې.

اي بي ډیویلرز د جنوبي افریقا یو مشهوره لوبغاړی دی، چې پر خپل هېواد سربېره د هند په کورني کرېکټ ای پي ایل کې هم لوبیږي او د تېزې او چټکې لوبې له پلوه ډېر مینوال لري، دی ښه وېکټ ساتوونکی هم دی.

په لوبو کې ریکارډونه جوړیږي خو تلپاتې نه وي، د شاهد اپریدي د ۱۹۹۶ کال د تېزې سلیزې د جوړولو ریګارډ په ۲۰۱۴ کال کې د نیوزلینډ لوبغاړي کوري انډرسن مات کړ او ښايي یوه ورځ د ډیویلرز ریکارډ هم مات شي، خو ډېر وخت به ونیسي.

شاهد اپریدی چې د پاکستان ملي لوبډلې ته نوی راغلی و، د سریلنکا په وړاندې یې یوې لوبې کې په ۳۷ توپونو ۱۰۰رنزونه کړي. خو د نیوزلینډ لوبغاړي کوري انډرسن بیا په ۳۶ توپونو کې سل منډې جوړې کړلې او پدې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د ویسټ انډیز او جنوبي افریقا په لوبې کې یو بل تاریخ هم جوړ شو، د افریقا د لوبډلې د سر دواړو لوبغاړو هاشم امله او ریلي روسو ۱۰۰- ۱۰۰ منډې وکړې، او بیا ورپسې ډیویلرز راغی او ویسټ انډیز ته یې په ۵۰ اورونو کې ۴۳۹ لوی هدف وټاکه، دا لومړی ځل دی چې جنوبي افریقا په یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو کې کومې مخالفې لوبډلې ته دومره لوی هدف ټاکي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG