د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ چارواکي کوښښ کوي په لوبه کې د درغلیو مخنیوی وکړي


د آی سي سي اجراییوي رئیس، هارون لورگاټ

د آی سي سي اجراییوي رئیس، هارون لورگاټ

پر هغو ملکونو چی د کرکټ لوبه کوي غږ شوی چی په گډه د درغلیو او رشوت خورئ مخنیوی وکړي.

د نړیوال کریکټ د شورا عمومی رئیس د هغو ملکونو په حکومتونو چی د کریکټ په لوبو کی برخه اخلی غږ وکړ چی په دغه لوبه کې د درغلیو او رشوت خورئ په کنټرولولو کې ورسره همکاري وکړي.

هارون لارگت وویل چی د ای سي سي اداره پر پاکستاني لوبغاړو باندې په لوبه کې د پیسو خوړولو د تورونو له لگیدلو وروسته، اوس په دې اړه پراخ او که ایجاب وکړي خپلواک تحقیقات کوي.

هغه دا خبرې د جنوبی افریقا په کیپ ټاون کې د آی سي سي د اجراُییوی کمیټې له غونډې وروسته وکړې.

دغی کمیټې د آی سي سي د ادارې هغه پریکړه تایید کړه چی د درغلیو په تور یې په پاکستاني لوبغاړو سلمان بټ ، محمد آصف او محمد عامر باندې بندیز لگولی دی.

آی سي سي دغو لوبغاړو ته ١۴ ورځې وخت ورکړی چی د دغو تورونو په وړاندې د خپل ځان دفاع وکړي او دا موده د پنجشنبی په ورځ پای ته رسیږي.

دغو لوبغاړو د پاکستان د کریکټ د بورډ سره په یوه غونډه کې دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG