د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ ملي لوبډله نړیوالو سیالیو لپاره اماراتو ته ځي


افغان کرکټ ملي لوبډله نړیوالو سیالیو لپاره اماراتو ته ځي
افغان کرکټ ملي لوبډله نړیوالو سیالیو لپاره اماراتو ته ځي

افغان کرکټ ملي لوبډله په اماراتو کې د کاناډا، ایریلینډ، کینیا او اماراتو سره د فبروري میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې پنځه یو ورځینۍ لوبې کوي

افغان کرکټ بورډ ته د کرکټ نړیوالې شورا ډاډ ورکړی چې افغان ملي لوبډله به دوه یو ورځینۍ لوبې د کاناډا، کینیا او یا ایریلینډ هیواد سره کوي او درې نورې یو ورځینۍ لوبې به د متحده عربي اماراتو لوبډلو سره کوي

ایریلینډ، کاناډا او کینیا د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو جام لپاره د دوبۍ په ښار کې چمتوالی نیسي، د نوموړو لوبډلو څخه به دوه هیوادونه دوه ۵۰ اوریزه لوبې د افغانستان سره د فبروري په ۶ او ۸ نېټه کوي

د افغان ملي لوبډلې به درې نورې یو ورځينۍ لوبې د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلې سره کوي چې تر اوسه لا نه ده ټاکل شوي چې د فبروري په څومه نېټه به وي

افغان ملي لوبډله به د حمید حسن په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته د جنوري په ۲۷ نېټه سفر کوي او دا ټولې لوبې به د افغان ملي لوبډلې په کورني کرکټ سټډیم( شارجه) مې ترسره کیږي

د دې لوبو لپاره افغان کرکټ ملي لوبډله په لاندې ډول ده

حمید حسن ، نوروز منګل ، کریم صادق ، نور علي ځدران ، شاپور ځدران ، میرویس اشرف خروټی ، شفیق الله شفق ، ګلبدین نایب ، سمیع الله شینواری ، شبیر نوري ، عبدالله مزاري ، محمد سمیع اغا ، محمد شهزاد ، محمدنبی عیسی خیل ، جاوید احمدي او اصغر سلام خېل.

بل خوا، د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله په پاکستان کښی خپلو سیالو لوبډلو سره لوبې کوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله په کراچۍ کې تمریني لوبې او تمرینات کوي، نوموړې ملي لوبډله به د جنورې په ۲۷ نېټه د تایلیند هیواد ته له پاکستانه سفر کوي

افغان لوبډله به د اسیایي هیوادنو د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلو د ایلیټ کپ په سیالۍ کې برخه اخلي، په دې سیالۍ کې ۱۰ هیوادونه ګډون کوي چې د فبروري په لومړۍ نېټه به پېل کیږي

افغان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله د جنوري د میاشتې د ۵ نېټې راپدېخوا د پاکستان په هیواد کې د تایلینډ هیواد ویزو، تمرینونو او تمریني لوبو لپاره ده، په اسلام اباد کې یې د خپلو سیالو لوبډلو سره درې لوبې وکړې چې یوه یې ترې وګټله او نورې لوبې او تمرینونه یې په کراچۍ کې پېل کړي چې تر دې دمه یې یو لوبه د راشد لطیف د اکاډمۍ لوبډلې څخه ګټلې او نورې لوبې به هم کوي

د راشد لطیف اکاډمۍ لوبډلې پچه ګټلې و او په ۲۸ اورونو کې افغان لوبډلې ته ۹۱ منډې هدف وټاکه. افغان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۱ اورو کې د یو لوبغاړي په سوځیدلو پوره کړاو لوبه یې وګټله

اوس مهال نوموړې لوبډله په تمریناتو بوخته ده او په ۲۷ نېټه به د تایلینډ هیواد ته سفر کوي

د اسیايي هیوادنو د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ایليټ جام کې د لاندې هیوادونو لوبډلې ګډون کوي او په دوو ګروپونو ویشل شوې دي

ای ګروپ: هانګ کانګ، قطر، مالیزیا، سینګاپور، بحرین

ب ګروپ: افغانستان، نیپال، متحده عربي امارات، عمان، تایلینډ

افغانستان په ب ګروپ کې د نیپال ، عربی متحده امارات ، عمان ، ټایلینډ سره لوبې کوي

افغانستان لومړۍ لوبه د تایلینډ هیواد سره د فبروري په لومړۍ نېټه، دویمه لوبه د عمان سره د فبروري په دریمه نېټه، دریمه لوبه یې په څلورمه نېټه د نیپال سره او څلورمه لوبه یې په شپږمه نېټه د متحده عربي اماراتو سره کوي

XS
SM
MD
LG