د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم کپتان نوروز منگل سره بانډار


د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم کپتان نوروز منگل سره بانډار

د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم کپتان نوروز منگل سره بانډار

نوروزخان منگل د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم اوسنئ کپتان دی. دې د ریس احمدزی نه پس د افغانستان د کرکټ ټیم مشر غوره شوی و. د کال ٢٠٠٧ نه تر ننه پورې د افغانستان کرکټ ملی ټیم د نوروز خان منگل په مشرئ ډیرې سترې کامیابئ ترلاسه کړېدی او په لومړی ځل د کال ٢٠٠٩ د مۍ په میاشت کی د غرب الهند په میدانونو کی د دنیا د سترو ټیمونو هند او جنوبی افریقا سره مخامخ شو.

دی نه علاوه د نوروز خان منگل په قیادت کی د افغانستان ملی ټیم په جرسی کنیا هالینډ چین او دوبئ کی خپل هیواد ته کامیابئ په برخه کړې.

د آشنایانو دېره کې د نوروز منگل او مطیع الله عابد مجلس واورئ چې د لطیف ننگرهاري په سندرې پیلیږي>>>

که څه هم دا ټولې کامیابئ د ټولو لوبغاړو د گډ زیار نتیجې دی خو د یو ښه باتدبیره او ویښ کپتان لرل هم ډیر رول لری.

پخپله نوروز خان منگل د بیټنگ یا توپ وهلو په مسلک کی کمال لری او په ډیرو مسابقو کی یی د خپل ښه بیټنگ په سبب ټیم ته کامیابی گټلی ده.

دې نه علاوه دې یو ښه سپن توپ ویشتونکی یا بالر او یو ښه توپ نیونکئ یا فیلډر هم دی.

د امریکا غږ اشنا راډیو د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم د دغه اتل لوبغاړی او کپتان نوروز خان منگل سره د آشنایانو په دیره کی یو څو شیبې د زړه خواله کړېده.

چې په دی کی هغه د اوریدونکو د پښتونو ځوابونه ورکړی او د خوښې سندرې یی هم ورسره اوریدلې دی.

XS
SM
MD
LG