د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ:اسټرالیا، انګلېنډ او نیوزلېنډ سرېلنکا ته ماتې ورکړه


اسټرالیا او نیوزلېنډ د نړیوال جام د سیالیو کوربانه دي، چې خپلې لومړنۍ لوبې یې وګټلې.
اسټرالیا او نیوزلېنډ د نړیوال جام د سیالیو کوربانه دي، چې خپلې لومړنۍ لوبې یې وګټلې.

د کرېکټ د نړیوال جام د سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې وشوې چې په دواړو کې یې کوربنو، نیوزلینډ او اسټرالیا وګټلې.

د شنبې د ورځې په وروستۍ لوبه چې د اسټرالیا په ملبورن کې وشوه، کوربه هېواد، انګلینډ ته په ۱۱۱ منډو ماتې ورکړه.

انګلینډ پچه وکټله او اسټرالیا ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، خو د اسټرالیا پياوړو منډه جوړوونکو فینچ، بیلي او مکسویل د انګلینډ پرېکړه غلطه ثابته کړه. اسټرالیا، انګلېنډ ته د ۳۴۲ منډو هدف ورکړ خو د انګلېنډ ټوله لوبډله په ۲۳۱ منډو وسځېدله.

د لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا فینچ شو، ده په ۱۲۸ توپونو ۱۳۵ وکړې چې درې شپږیزې او ۱۲ څلوریزې په کې شاملې وې.

د اسټرلیا لومړی منډه جوړوونکی فیج لومړنی لوبغاړی شو چې د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جا م کې یې تر سلو ډېرې منډې وکړې، همدغه راز د انګلېنډ فاین لومړنی باولر شو چې په دغه نړیوال جام کې یې پنځه مخالف لوبغاړي وسوځول.

د نړیوال جام د سیالیو دویمه لوبه د نیوزلینډ او سریلنکا ترمنځ د کریس چرچ ښار په لوبغالې کې وشوه.

نیوزلینډ سریلنکا ته د ۳۳۱ منډو هدف ورکړ، خو د سرېلنکا ټوله لوبډله په ۲۳۳ منډو وسوځېدله.

نیوزلېنډ دغه لوبه په ۹۸ منډو وګټله، د لوبې غوره لوبغاړی د نیوزلېنډ انډرسن شو، ده ۷۵ منډې هم وکړې او دوه سرېلنکایي لوبغاړي یې هم وسوځول. دغه څلور واړه لوبډلې په الف ګروپ کې دي چې افغانستان هم په کې دې.

ننۍ لوبې

نن جنوبي افریقا د زمبابوۍ او هند له پاکستان سره لوبې کوي.

دغه څلور سره تیمونه په بې ګروب کې دي.

لومړنۍ لوبه د جنوبي افریقا او زمبابوۍ او دویمه لوبه بیا د هند او پاکستان ترمنځ ده.

د هند او پاکستان لوبې ته د کرېکټ ډېر مینوال شېبې شماري، ان د هند د سینما وتلي ستوري امیتاب بچن هم ویلي چې پر دغې لوبې به ژوندۍ تبصرې کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG