د لاس رسي وړ اتصالات

د کړکیچ نړیوال سازمان وايي چې افغان حکومت د بهرنیو وتلو ته چمتو نه دی


د کړکیچ نړیواله اداره (اي، سي، جي) وايي چې کله په دوه زره څوارلسم کال کې امریکايي او ناټو قواوې له افغانستان نه ووځي ، افغان حکومت د امنیتي مسؤلیت په غاړي اخیستنې ته دومره چمتوندی.

دغه غیر دولتي مؤسسه وايي چې کیدای شي په کابل کې حکومت ړنگ شي په خاصه توگه که په راتلونکو انتخاباتو کې ټگی برگي وشي کله څنګه چې په دوه زره نهم او دوه زره لسم کال کې د جمهوري ریاست او پارلمان په انتخاباتوکې د شوې گډوډۍ سره افغانستان مخامخ شو.

د غې موسسې نن د دوشنبی په ورځ یورپوټ خپور کړیدی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په اوسنۍ فضا کې د پاکو انتخاباتو او په ارامۍ سره د قدرت د انتقال لپاره امکانات نا کافي ښکاري. دغه رپوټ دا هم وايي، توقع کوي کله چې دوه زره څوارلسم کال رانژدې کیږي نو خارجي مرستې او پانگه اچونه به کمه شي او پایتخت کې به سیاسي ارتباط کم شي.

دغه موسسه چې مرکز یې په بروکسل کې دی ،نړیوالې ټولنې ته پیشنهاد کوي چې د یو احتمالی پلان انتظام وکړي چې د افغانستان د دوه زره څوارلسم کال د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزی لپاره د کافي امنیت ډاډ ورکړي. په دغه رپوټ کې د افغانستان د انتخاباتی چارو مامورانو او د پارلمان له وکیلانونه غو ښتل شویدي چې له شفافیت نه کار واخلی او د انتخاباتو پوری تړلی موضوعات باید له انتخاباتونه دمخه حل کړي.

دغه ریپوټ په داسي حال کې خپور شو چې د افغانستان په جنوب کې ماموران وايي د موټر بم په چاودنه کې لږترلږه د استخباراتو د چارو دوه ماموران وژل شویدی.

مقامات وايي، د دوشنبی د ورځی په چاودنه کې د استخباراتو دری ماموران او څلورملکیان زخمي شوي هم دي. دا چاودنه په لشکرگاه کې د امنیتي قواو دفتر ته نژدې شوی ده.
ددغې چاودنې مسؤلیت سمدستی چا په غاړه ندی اخیستی .

له بلی خوا په افغانستان کې د سره صلیب د بین المللی کمیټی مشرچې د کار موده يي پوره شویده، وايي، د هیواد وسله وال جنجال د ملکیانو لپاره په ډیره بده خوا روان دی.

ریټوسټاکر په افغانستان کې د ٧ کالو خدمت نه وروسته ځی. ده په مطبوتاتی کنفرانس کې افسوس څرگند کړچې ملکیان روغتیا اسانتیاو ته لار نلری. ده دا هم وویله، سره لدی چې وسله وال جنجال ناوړه اغیزه لري، ملکیان د اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی او همدغه راز د سختی ابو هوا او طبعی افتونو سره هم مخامخ کیږي.
سټاکر وویل، د ستونزو سره سره دده کمیټې په جنجال کې د شاملوبیلابیلو خواوسره دخپلو اندیښنو په څرگندولو کې ځینی پرمختگ کړی دی چې وايي،غوږ يي نیوه اوځینی پیشنهادونه يي تعقیبول .
XS
SM
MD
LG