د لاس رسي وړ اتصالات

د ترمپ د سیالانو ائتلاف


د جمهوري غوښتونکي گوند کاندیدان هڅه کوي چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په سیالیو کې د نوماندۍ لپاره د دې گوند مخکښ کاندید ډانلد ترمپ مخه ونیسي.

د همدې مقصد لپاره د ترمپ سیالان په هغو ایالتونو کې چې پکې د سې شنبې په ورځ مقدماتي ټاکنې کیږي د خپلو پلانونو جزئیات په علني ډول په ډاگه کړل.

د سې شنبی په ورځ د متحده ایالاتو په پنځو ایالتونو، کنیټېکټ، ډیلاویر، مریلنډ، پنسلوانیا او روډ آیلنډ کې مقدماتي ټاکنې کیږي.

د جمهوري غوښتونکي گوند مخکښ کاندید وروستۍ او لویه بریا د نیویارک په ایالت کې وه، خو اوس دیته په تمه دی چې د همدې بري په برکت نور هم پرمخ ولاړشی او د استازو شمېر نور هم زیات کړي؛ خو په گوند کې د هغه سیالان د هغه د پرمختگ د مخنوي په مقصد لاس یو کړی.

په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکي گوندي جرگو ته چې د گوند نوماندی ټاکي، څه کم درې میاشتې پاتې دي، ډانلد ترمپ د خپل گوند مخکښ کاندید دی.

ښاغلی ټرمپ د نیوهمشر ایالت د مقدماتي ټاکنو راپدیخوا چې د فبرورۍ په نهم باندې ترسره شول، تر اوسه د خپل د ګوند مخکښ کاندید دی، خو سبا ته به معلومه شي چې د شمال ختیځو پنځو ایالتونو په مقدماتي ټاکنو کې څه پېښېږي.

جمهوري غوښتونکی مخکښ کاندید دانلد ترمپ د کمپاین په مهال
جمهوري غوښتونکی مخکښ کاندید دانلد ترمپ د کمپاین په مهال

خو د ترمپ پرمختگ د تکزاس د ایالت سناتور، ټد کروز او د اوهایو ایالت والي، جان کېسېک د ټاکنیزې مبارزو د دوام نه لاس په سر نکړل.

هغوی په وار وار ډانلد ترمپ د جمهوري غوښتونکي گوند لپاره خطرناکه بللی او ویلي دي که چېرې هغه د گوند نوماندي تر لاسه کړي، د ډموکرات گوند نوماند چې ظاهراً د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیره، هلري کلنتن به وي، هغه ته به د نوامبر په په عمومي ټاکنو کې په اسانۍ ماتې ورکړي.

کروز وویل "موږ باید دا ټاکنې وگټو، که ډانلد ټرمپ د گوند نوماند شي، نو هېلري کلنټن عمومي ټاکنې ورنه خامخا گټي. دا به د هغې لپاره ستره کامیابي وي، که ټرمپ د جمهوري گوند نوماند شي"

د سیالانو انتخاباتي تاکتیک

جمهوري غوښتونکی کاندید ټد کروز
جمهوري غوښتونکی کاندید ټد کروز

په ١٥ دقیقو کې دننه، د کېسېک او کروز کمپاین اعلامیې خپرې کړې چې پکي راغلي و جمهوري غوښتونکی کاندید جان کېسېک به د سې شنبې په ورځ د انډیانا ایالت په مقدماتي ټاکنو کې د ټد کروز په گټه له مبارزې لاس واخلي.

داسې بریښي چې په پنځو ایالتونو کې په مقدماتي ټاکنو کې د اندیانا ایالت په دې کې به ډیر مهم رول لوبوي چې ایا د ترمپ د بریا مخه ونیسي که نه.

اندیانا ایالت ٥٧ استازي لري چې له دې نه ٣٠ استازي هغه کاندید ته ځي چې په ایالت کې بریا ترلاسه کړي. پاتې نور استازي به په هرې سیمې کې په گټونکو باندې ویشل کیږي.

د تیرې اونۍ یوه نظر پوښتنه ښیي چې ډانلد ترمپ به په اندیانا ایالت کې د ٣٩ فیصده ملاتړ سره مقدماتي ټاکنې وگټي او ورپسې به تد کروز ٣٣ فیصده او کېسېک ١٩ فیصده رایې ترلاسه کړي.

د ښاغلي کروز کمپاین وایي د کېسېک سره اتحاد په دې هدف شوی چې جمهوري غوښتونکی گوند داسې نوماند وټاکي چې وشي کړای گوند سره یو کړي.

خو پکارده چی ټد کروز د ټرمپ خلاف راېې ورکوونکی د ځان پلو ته کړي. د اوهایو ایالت په شمال ختیځ ایالت کې والي جان کېسېک سیمه ئېزه برتري لري، او د هغه ایالت د سبا سې شنبې د ډېر مهم ایالت پنسلوانیا سره هم پوله لري.

جمهوري غوښتونکی کاندید جان کېسېک
جمهوري غوښتونکی کاندید جان کېسېک

جان کېسېک د گوندي کنوانسیون نتایجو ته په تمه دی.

" هېڅوک په کنوانسیون کې کافي اندازه استازي نلري. هغوی به د نوماندۍ د پریکړې لپاره دوه شیانو ته وگوري. اول دا چې عمومي ټاکنې څوک گټلی شي؟ دویم، څوک د متحده ایالاتو ولسمشر کیدلی شي؟

دموکراته کاندیده هیلري کلنتن
دموکراته کاندیده هیلري کلنتن

د دموکراتانو په اړخ کې د هیلري کلنټن استازي دومره ډېر دي چې بری پرې گران ښکاري خو په گوند کې دننه یوازنی سیال یې، برني سنډرز له مبارزې لاس نه اخلي.

ښاغلي سندرز په مریلند کې د مقدماتي ټاکنو مخکې وویل د مریلنډ خلک کولی شي چې د سیاسي انقلاب پریکړه وکړي.

خو هېلري کلنټن په خپلو پیغامونو کې اوس په جمهوري غوښتونکو باندې ډېر تمرکز کوي.

"تاسې پوهېږئ چې جمهوري غوښتونکي وايي د اقتصاد د بیارغونې بهیر ډېر سوکه روان دی. دوی په کوم جرئت دا خبره کوي؟ که چېرې اقتصاد دوی تباه کړی نه وای، نو مونږ به ېې بیارغېدو ته ولې ضرورت درلود."

په پنځو ایالتونو کې د سبا سې شنبې مقدماتي ټاکنې د استازو د گټلو له اړخه تر ټولو ډېرې مهمې ټاکنې گڼل کېږي. هر هغه کاندید چې ١٢٣٧ گوندي استازی وگټي، نو هغه به د گوند نوماندي هم وگټي.

XS
SM
MD
LG