د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کیوبا په اړه خپله پالیسي بدله کړې ده


ولسمشر اوباما د ولسمشر راول کاسټرو سره د شنبې په ورځ وکتل
ولسمشر اوباما د ولسمشر راول کاسټرو سره د شنبې په ورځ وکتل

د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل چې د کیوبا په اړه د امریکا پالیسي، چې په اقتصادي بندیزونو او د دیپلوماسۍ له نظره د کیوبا په منزوي کولو ولاړه وه، په هغه ډول چې خلګو یې تمه کوله اغیزه نه درلوده.

ښاغلي کېري دغه خبره وروسته له دې وکړه چې د شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کیوبا د ولسمشر راول کاسترو سره د امریکا د وچې د هیوادونو د مشرانو د غونډې په جریان کې وکتل.

جان کېري وویل چې «زموږ نظر ډیر قوی دی چې د مذاکراتو په پیلولو، [د دواړو ملکونو ترمنځ د] سفرونو په پیلولو، تګ او راتګ . . . به د نظریاتو او فرصتونو په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي، د کیوبا خلګ به د بیان د آزادۍ او د نظریاتو د تبادلې لپاره فرصتونه ولري، او دغه به د وخت په تیریدو سره بدلون ته لاړه هواره کړي. موږ باید د یو ځای نه کار پیل کړو او ولسمشر [اوباما] په زړوړتوب سره دا تصمیم نیولی چې هغه پالیسي ته تغیر ورکړي چې کار یې نه کاوه.»

ښاغلي کېري وویل چې بدلون به ورو راځي، اول به دیپلوماتیک مناسبت ښه کیږي او بیا به د اړیکو د عادي کولو لپاره اقدامات کیږي.

ولسمشر اوباما د کیوبا د ولسمشر راول کاسترو سره د شنبې په ورځ وکتل. دا د پنځوسو کلنو په موده کې لومړی ځل و چې د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د یو بل سره ملاقات وکړ.

ښاغلي اوباما وویل چې دغه ملاقات د امریکا او کیوبا ترمنځ په مناسباتو کې یو مهم بدلون دی. هغه زیاته کړه چې امریکایان او کیوبایان د دې ملاتړ کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دې اړیکې بیا ټینګې شي.

مخالفت

خو د یکشنبې په ورځ، دیموکرات سناتور رابرټ منندېز، چې د امریکا د مشرانو د جرګې یا سنا د بهرنۍ پالیسي د کمیټې یو مهم غړی دی، وویل چې د [اوباما د ادارې] پالیسي عمده مشکلات لري.

ښاغلي منندېز وویل چې واشنګټن هوانا ته هر څه چې غواړي ورکوي، خو په بدل کې یې بیا څه نه ترلاسه کوي.

ښاغلي منندېز د ژان شیسېمارد مثال ورکړ چې په امریکا کې یې قتل کړی و او په ۱۹۷۷ کال کې د زندان نه وتښتیدله او په کیوبا کې یې پناه واخیستله.

هغه وویل «حقیقت دا دی چې کیوبا د هغو دولتونو د لست نه ایستل کیږي چې د تروریزم ملاتړ کوي. په داسې حال کې، چې ژان شیسېمارد، هغه ښځه چې په نیو جرسي کې یې یو پولیس وواژه او د اف بي آی د مطلوبو تروریستانو په لست کې راځي [په کیوبا کې ده]. کیوبا د ملګروملتونو د امنیت د شورا بندیزونه په نظر کې نه نیسي او شمالي کوریا ته وسلې ورلیږي. . . . که چیري تاسو د وسلو په اړه د نړیوال قوانینو نه سرغړونه وکړی او په خپل ملک کې تروریستان وساتی، نو ما ته خو داسې معلومیږي چې [باید] داسې یو ملک د تروریستانو د لست نه و نه ایستل شي.»

ښاغلي منندېز ویلي دي چې د ولسمشر اوباما محاسبه بې لارې کوونکې ده او هغه دا چې [داسې فکر کیږي چې] که چېري تاسو دیکتاتورانو ته غیږه پرانیزی نو د دیکتاتورانو قوت او کنټرول به کم شي.

زړوړ اقدام

د رایس په پوهنتون کې د جنوبي امریکا د چارو کارپوه، مارک جونز د اوباما دا تصمیم چې د کیوبا سره مناسبات عادي کړي یو زړوړ اقدام بولي. هغه وویل چې د امریکا په پالیسۍ کې بدلون دا مانا ورکوي چې د سړې جګړې د پالیسو نه موږ راوځو او د ۲۱ پیړۍ د حقایقو په اساس خپله پالیسي جوړو.

جونز وویل چې دا به د جنوبي امریکا د نورو هیوادونو سره هم د امریکا اړیکو ته ګټه ورسوي «دا موږ نه پریږدي او زموږ لپاره ښه نه دی. حتا، په جنوبي امریکا کې زموږ په ملګرو هیوادونو کې هم. . . . دغه یو ښه کار دی چې موږ یې په اقتصادي لحاظ وکړو کیوبا د امریکا د محصولاتو لپاره یو ښه مارکیټ دی، په تیره بیا د کرهنې محصولات او د مناسباتو د عادي کولو د پروسې پيل، په سم لور یو ګام دی.»

ټیډ هېنکن، چې د نیویارک د بروک په کالج کې د کیوبا د چارو کارپوه دی، دا مني چې د کیوبا مشر راول کاسترو په دې ټینګار کړی چې د کیوبا کمونست رژیم او پالیسي به یې تغیر و نه خوري.

ښاغلي هېنکن وویل چې کانګرس کولای شي چې په کیوبا اقتصادي بندیزونه لېري کړي او امکان یې شته چې دغه کار د ولسمشر اوباما د دوهمې دورې تر پایه وشي، خو که چیري د دواړو اړخونو ترمنځ په مناسباتو کې پرمختګ وشي.

XS
SM
MD
LG