د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا متحده ایالاتو ته د کیوبا د کمونیستي ګوند خبرداری


د خبردارۍ خبر د کیوبا د کمویست ګوند په رسمي ورځپاڼې کې خپور شوی
د خبردارۍ خبر د کیوبا د کمویست ګوند په رسمي ورځپاڼې کې خپور شوی

سپینه ماڼۍ وایي په کیوبا کې د هغې ورځپاڼې د سرمقالې په هکله اندیښنه نلري چې امریکا ته د کیوبا په کورنیو مسایلو کې د لاس وهنې په خاطر خبرداری ورکړل شوی.
دا مقاله پداسې حال کې خپره شویده چې تمه کیږي جمهور رئیس براک اوباما د همدې میاشتې په یوویشتمې او دوه ویشتمې کیوبا ته په تاریخي سفر ولاړ شي.

د کمونیست ګوند د رسمي ورځپاڼې په سرمقالې کې لیکل شوي " د امریکا جمهور رئیس براک اوباما ته به تود هرکلی وویل شي خو د کمونیست حکومت د خپل سیاسي نظام د بدلولو هیڅ کوم پلان نلري."

د ورځپاڼې په سرمقالې کې وړاندې لیکل شوي چې " د کیوبا حکومت خپلو انقلابي او د سرمایه دارۍ یا امپریالیستي نظام ضد اصولو ته ژمن دی."

په همدې کال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار بن راډز ویلي دي چې جمهور رئیس براک اوباما به د کیوبا د جمهور رئیس راول کاسترو سره وګوري خو د هغه ورور او پخواني انقلابي مشر فیدل کاسترو سره ونه ګوري.

په مقالې کې د امریکا په حکومت انتقاد شوی چې د کیوبا د حکومت څخه د ناراضه کسانو سره همکاري کوي. د امریکا نه غوښتل شویدي چې د " دننه په کیوبا کې دې د سیاسي مخالفینو د جوړیدو غولوونکي هڅې پریږدي چې مصرف یې د امریکا مالیه ورکوونکي ورکوي. "

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وایي چې " د دغې مقالې د خپریدو په هکله اندیښنه نلري او زیاتوي چې جمهور رئیس براک اوباما به په کیوبا کې د حکومت د سیاسي مخالفینو سره ګوري. " ارنست وایي امریکا د کیوبا د ولس د نړیوالو بشري حقونو دفاع کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ډاډ څرګند کړ چې " د کیوبا حکومت به د سیاسي مخالفینو سره د جمهور رئیس اوباما د ملاقات په مخکې خنډ پید نکړي. "

XS
SM
MD
LG