د لاس رسي وړ اتصالات

پیرمحمد کاروان، د چینارونو شاعر


د پښتو ژبّې شاعر پیرمحمد کاروان
د پښتو ژبّې شاعر پیرمحمد کاروان

پیر محمد کاروان د پښتو ژبی وتلی او نازک خیاله شاعردی چې د هغه په وینا د ژوند خوږې او ترخې یې لیدلي دي. شعري ذوق یې د ټولنې په غیږ راټوکیدلی او له کوچنیتوب نه یې شعر او شاعرۍ په سر کې وه.

د سعدي گلستان پرې اثر درلودلی او هغه یې په کوچنیوالي کې لوستی. د عمر په پخیدو یې شعر پوځ شوی او نن سبا د افغاني ټولنې له وتلو او پیژندل شویو شاعرانو څخه دی.

کاروان ددی پوښتنی په ځواب کی چی تاسې په شعر ویلو کې له چانه الهام اخیستی او په کې کوم هدف تعقیبوئ؟ داسې وایي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00
مستقیمه لیکه

د کاروان په شعر کې د ټولنې دردونه، خوښۍ، ښادۍ او رنځونه انځور شوي دي. دا چې کاروان پخپله خپل کوم شعر ډیر خوښوي، راځئ چې هغه دده په خپل غږ واوروو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00
مستقیمه لیکه

د کاروان په زیاتره شعرونو کی د افغانی ټولنې او په تیره بیا د پښتني سیمو اصلی څیره په شاعرانه ډول په ډیرو ساده او کلیوالی الفاضو ترسیم شویده او زیات شعرونه یې وطني رنگ لري چې د هغه د شعر یوه ښه بیلگه د شفیق مرید په آواز کې دغه سندره ده:

د شفیق مرید په آواز د کاروان د یو شعر څخه جوړه شوې سندره
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:37 0:00

د هر شاعر شعر تر ډیره حده د هغه د ټولنیز ماحول زیږنده ده. شاعر هغه څه د نظم په چوکاټ کې راوړي چې پرې اثر لري او هغه یې د مادي او معنوي ژوند سره اړخ لگوي. څوک معشوق او معشوقه یادوي، څوک دردونه او رنځونه یادوي. خو کاروان تر ډیره حده په شعر کې ریاضت خوښ کړی چې له کاروان یې اروو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00
مستقیمه لیکه

​د کاروان د شعر ژبه ډیره ساده او روانه ده چې پوهیدل پرې آسان دي. دده یو ښکلی غزل شیر غورځنگ دکلیمه کړی، دلته یې واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00
مستقیمه لیکه

پير محمد کاروان شعر خپله معشوقه گڼی، لکه په دې شعر کې یې چې وینو چې عنوان یې "معشوقه"

ته معشوقه هم لرې!؟

ووايه نوم يې څه دی!؟

ما وې زما معشوقه شعر نوميږي

د مور له مينې ان د خدای تر پولې

ورسره مينه کوم

اسمانه ته ووايه

داسې عاشق او معشوقه به هم وي؟

چې لکه شعر خوږه وي

د مور له مينې ان د خدای تر پولې

راسره مينه وکړي!؟

  • 16x9 Image

    شیر غورځنګ

    شیر غورځنګ د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځی د راډیو او تلویزون څانګه لوستي او د اتو کلنو راهیسې د امریکاغږ اشنا تلویزون او راډیو سره کار کوي. هغه پخوا د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې د نطاق او ژورنالست په حیث هم کار کړی دی.
XS
SM
MD
LG