د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان د سارک هیوادونو لومړنی فرهنگي مرکز


د سارک جشن د جوزا په ١٥ پیل کیږي او د مختلفو هنري او فرهنگي پروگرامونو په اجرا کولو سره دوه ورځې دوام کوي.
د سارک جشن د جوزا په ١٥ پیل کیږي او د مختلفو هنري او فرهنگي پروگرامونو په اجرا کولو سره دوه ورځې دوام کوي.

لرغونی بامیان تر راتلوونکو لسو ورځو پورې د سارک سازمان د لومړني فرهنگي پایتخت نوم خپلوي. ددې ولایت اته لرغوني تاریخي اثار چې د بودا دوه ویجاړې شوې مجسمې هم په کې شاملې دي د یونسکو د فرهنگي سازمان په نړیوالو میراثونو کې ثبت شوي دي.

د آسیا د جنوب هیوادونو د همکارۍ اتحادیې یا د سارک سازمان په ٢٠١٥ کال کې بامیان د مختلفو تاریخي دورو د سلگونو تاریخي څلیو او طبیعي منظرو د لرلو په وجه د سارک د لومړني فرهنگي پایتخت په توگه وټاکه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مسؤلین وایي چې د سارک جشن د جوزا له ١٥ څخه پیل کیږي او د مختلفو هنري او فرهنگي پروگرامونو په اجرا کولو سره به دوه ورځې دوام وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت فرهنگي معین سید مصدق خلیلي چې د بهرنیو چارو د وزارت او د امنیتي بنسټونو د یو هیت سره دې جشن ته د لازمو تیاريو د ارزونې لپاره د بامیان ولایت ته تللی دی، د سارک هیوادونو د فرهنگي مرکز نوم د افغانستان لپاره ستر ویاړ گڼي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د کورینو چارو وزارت امنیتي معین جنرال ایوب سالنگی د دې جشن لپاره د بامیان په مرکز او د کابل – بامیان په لویه لار د ځانگړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ.

ټاکل شوې چې د سارک د غړو هیوادونو بنگله دیش، بوتان، هند، مالدیف، نیپال، سریلانکا او پاکستان د فرهنگ وزیران هم د سارک د فرهنگي مرکز په توگه د بامیان د پیژندنې په دې جشن کې د گډون لپاره افغانستان ته راشي.

دا ستره فرهنگي پیښه ښایي د بامیان د تاریخي ولایت د اثارو د لیدنې لپاره د سیلانیانو د صنعت په ودې او د تاریخي اثارو په بیاجوړونه کې مرسته وکړي او همدا شان دې ولایت ته د زیاتو پرمختیایي پروژو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې وه چې د سارک هیوادونو لومړنی جشن د روان کال په پیل کې په بامیان کې ترسره شي، خو د لازمو تیاریو د نه شتون په وجه دا جشن شپږ میاشتې وځنډیده.

گډې فرهنگي همکارۍ او د فقر بر ضد مبارزه د دې سازمان د مهمو اهدافو له جملې څخه دي چې د غړو هیوادونو په کچه د آسیا په جنوب کې پلی کیږي.

د بامیان سیمه ییزو مسؤلینو د دې سازمان له غړو څخه غوښتي چې د سارک سازمان د فرهنگي مرکز نوم د ٢٠١٦ کال تر پایه دې ولایت ته ځانگړی شي او په بامیان کې د فرهنگي پروگرامونو د پرمخبیولو لپاره ددې سارمان یو مرکز په دې ولایت کې جوړ شي.

XS
SM
MD
LG