د لاس رسي وړ اتصالات

د انترنتي شبکو د خوندي ساتنې دپاره د امریکا نوې هڅې


اوباما وایي انترنتي غله د دودیزو مجرمینو په پرتلې ډیر زیات زیان رسولای شي

اوباما وایي انترنتي غله د دودیزو مجرمینو په پرتلې ډیر زیات زیان رسولای شي

دا نوی وړاندیز د هغو نورو وړاندیزونو په لست کې شامل دې چې جمهور رئیس اوباما یې ملت ته د خپلې وینا نه مخکې پېشهاد کړی.

جهور رئیس اویاما وویل د نویو قوانینو پېشنهاد ځکه کوي څو اوسني قوانین لا بهتره او پیاوړي شي او تر څنگ یې د شخصي شرکتونو او حکومتی ادارو ترمنځ د معلوماتو د لا شریکولو ملاتړ وشي. هغه وویل، "پدې کې د هغو شرکتونو څخه ملاتړ هم شامل دی چې د سایبري گواښونو سره سره د معلوماتو د شریکولو مسولیت په غاړه اخلي."

هغه د سایبري شبکو د خوندي ساتنې او د ارتباطاتو د ادغام په مرکز کې پدې تړاو د خپل نوی وړاندیز په ترڅ کې زیاته کړه چې حکومتی ادارو او شخصي شرکتونو، دواړو خواو ته خورا گرانه ده چې د قانوني مسولیتونو په نظر کې نیولو سره پخپلو منځونو کې معلومات سره شریک کړي ځکه کمپنۍ د گواښونو له وېرې خپل نه غواړي دا کار وکړي.

امریکا وایي ددې گواښونو د مخنیوي دپاره زیار روان دی او پرمختگ هم شوی دی

امریکا وایي ددې گواښونو د مخنیوي دپاره زیار روان دی او پرمختگ هم شوی دی

هغه زیاته کړه چې د هیواد تر ټولو مهمې زیربنایی ادارې، اقتصآدي سیستم، د برېښنا شبکې، پایپلاینونه، د روغتیایي بیمې سیستم دا ټول پر هغو شبکو چلیږي چې د انترنت سره تړلي دی.

هغه زیاته کړه، "نو دا د عامه خلکو د خوندي ساتنې او صحت موضوع ده چې تقریبآ ټولې دا ادارې د شخصي سکتور په لاس اداره او چلول کیږي. نو نه حکومت او نه هم شخصي سکتور په یوازې ددې خطرونو څخه دفاع کولای شي.دا به یو گډ ماموریت وي حکومت او شرکتونه به لاس په لاس د شریکانو په توگه باید یو ځای کار وکړي."

هغه دا هم وویل چې انترنتي غله د دودیزو مجرمینو په پرتلې ډیر زیات زیان رسولای شي.

او زیاته یې کړه چې امریکا ددې گواښونو د مخنیوي دپاره زیار باسي او پرمختگ یی هم کړی خو د برید کونکو لارې چارې هم لا کړکیچنې شوی دی.

جمهوررئیس اوباما ددې ټولو ستونزو په لړ کې د ځینو سیاسي مخالفتونو موضؤع ته په اشارې وویل، "د کانگرس سره به مې د کار یوه برخه دا وي چې ځان پدې ډاډه کړو چې زمونږ د نظریاتو مخالفت به مونږ د خپلو بنیادي مسولیتونو د پرځای کولو په لاره کې خنډ و نه گرځي. په پاریس کې د تیرې اونۍ برید یوه دردونکې یادونه ده چې مونږ د امریکا د خلکو د خوندی ساتنې نه پورته بله لویه دنده نلرو."

اوباما وایي حکومت او شخصي سکتور په یوازې د سایبري خطرونو دفاع نشي کولای، دا باید یو گډ ماموریت وي

اوباما وایي حکومت او شخصي سکتور په یوازې د سایبري خطرونو دفاع نشي کولای، دا باید یو گډ ماموریت وي

جمهور رئیس اوباما دا پریکړه یوه ورځ وروسته لدې کوي چې انترنتي غلو د امریکا د مرکزې قوماندې د مرکز یا سینت کام د تویتر او یو تیوب پر اکونتونو باندې بریدونه وکړل. دا اداره په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې پر یاغي ترهه گرو باندې د هوایي بریدونو د قوماندې او څار دنده په غاړه لري.

هغه وویل د امریکا د پوځي قوماندې پر مرکز یا سینت کام باندې او یا هم د سونی پکچرز په شان پر شخصي شرکتونو باندې انترنتي بریدونه مونږ ته هغه جدي گواښونه په یادوي چې هیواد ورسره مخ دی.

جمهور رئیس اوباما وویل چې دغو بریدونو پر پوځ او پوځي عملیاتو باندې هیڅ ډول اغیزه نه لرله ځکه داسې ښکاري چې هیڅ ډول سري معلومات د بل چا لاس ته ندي ورغلي. خو ټینگار یی وکړ چې پدې اړه څیړنې دوام لري.

XS
SM
MD
LG