د لاس رسي وړ اتصالات

بایسکل ځغلول او پلي گرځیدل د زړه د ناروغۍ خطر کموي


ساینس پوهان وایي په بایسکل کار ته تگ د پام وړ روغتیایي گټې لري
ساینس پوهان وایي په بایسکل کار ته تگ د پام وړ روغتیایي گټې لري

ساینس پوهان وایي، هغه خلک چې کار ته په بایسکل ځي د سرطان او زړه په ناروغیو باندې د اخته کیدو او د بې وخته مړینو خطر یې کمیږي. دوی وایي حکومتونه باید خلک دغه کار ته وهڅوي.

په بریټیش میډیکل ژورنال کې په یوه خپره شوې څیړنه کې څیړونکو موندلي چې په بایسکل کار ته تگ د پام وړ روغتیایي گټې لري. دوی وایي چې بایسکل ځغلول په سلو کې ۴٥ په سرطان ناروغۍ او په سلو کې ۴٦ د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو مخنیوی کوي.

په دغه څیړنه کې ٢٦۴٣٧٧ کسانو گډون کړی و چې په وسطي توگه شاوخوا ٥٣ کلن وو او د هغوی روغتیایي معلومات د برتانیې د بیولوژیکي معلوماتو په بانک ثبت شوي وو.

په دې څیړنه کې د شاملو کسانو روغتیایي ریکاردونه ښیي، هغوی چې کار ته پیاده ځي د زړه د سکتې خطر یې په سلو ٢٧ راکمیږي، خو داسې ښکاري چې د سرطان ناروغۍ پر مخنیوي او په مخکې له وخته مړینو باندې کوم اثر نه لري.

څیړونکي وایي دا څیړنه دومره ژوره نه وه چې د ناروغیو د سببونو او علتونو په اړه معلومات ترې ترلاسه شي.

په اسلام آباد کې میرمنې د بایسکل ځغلولو په ترڅ کې
په اسلام آباد کې میرمنې د بایسکل ځغلولو په ترڅ کې

په هر صورت د دغې څیړنې نتیجې ښایي د حکومتونو سره مرسته وکړي چې د وگړو روغتیا ته پاملرنه وکړي او په دې هکله خپلې پالیسۍ اصلاح کاندي چې په هغه کې پر لویو لارو او سړکونو باندې د بایسکل ځغلولو د لارو زیاتول او په عامه ترانسپورت کې بایسکل ځغلونکو ته د ښه امکاناتو برابرول شامل دي.

د ناروی د یو پوهنتون پروفیسور لارس بو اندرسن چې په دغه څیړنه کې یې مستقیمه برخه نه درلودله خو پرې یې یوه تبصره لیکلې ده، وایي دغه موندنې "پر سیاستوالو باندې یو روښانه غږ دی چې په دغه اړه یو سیاسي اقدام وکړي". هغه وایي په دغه ډول ورزش سره کیدای شي عامه روغتیا بهتره شي او د مزمنو ناروغیو مخنیوی وشي.

ښاغلی اندرسن وایي "له موټر نه د سفر کولو فعاله ډول [بایسکل یا پیاده تگ] ته مخه کول به همداشان ترافیکي گڼه گوڼه په ځانگړې توگه د ښارونو په مرکزونو کې راکمه کړي او د روغتیایی ښیگړو تر څنگ به د چاپیریال د ککړتیا مخه هم ونیول شي".

XS
SM
MD
LG