د لاس رسي وړ اتصالات

دریو لوړو څوکیو ته نوماندان ولسي جرګې ته وپیژندل شول


د ولسي جرګې رئیس له افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتي چې د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره نوماندان دې دغې جرګې ته معرفي کړي.
د ولسي جرګې رئیس له افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتي چې د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره نوماندان دې دغې جرګې ته معرفي کړي.

په اوس وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست هم د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، خو جمهور رئیس غني د امنیتي سکټور له دغو دریو ادارو څخه یوازې د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماند ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره د لویې څارنوالۍ او د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د نوماندانو سره یو ځای نن د دوشنبې په ورځ دغې جرګې ته استولي دي.

جمهور رئیس غني، ولسي جرګې ته د کورنیو چارو د وزارت لپاره تاج محمد جاهد، د لویې څارنوالۍ لپاره محمد فرید حمیدي او د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره محمد زمان سنګري معرفي کړي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش، ولسي جرګې ته د دغو نوماندانو د ورپیژندلو پر وخت له وکیلانو وغوښتل چې د افغانستان د قضایي او عدلي سیستم د اصلاح لپاره دې دغو نوماندانو ته رایه ورکړي.

ښاغلي دانش وویل چې قضایي اوعدلي اصلاحات او د ټاکنیز سیستم اصلاحات د افغان حکومت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.

ددغو نوماندانانو د ورپیژندلو پر وخت د ولسي جرګې رئیس د جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه په ټینګار وغوښتل چې اساسي قانون ته د درناوي په خاطر دې د دفاع وزارت او د ملي امنیت د ریاست لپاره نوماندان هم ژر دغې جرګې ته وروپیژني.

تر اوسه د ولسي جرګې له خوا دغو نوماندانو ته د رایې د ورکولو لپاره ورځ نه ده ټاکل شوې، خو د دغې جرګې د کورنۍ کړنلارې له مخې لومړی به نوماندان ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کوي او بیا به دغه جرګه نوماندانو ته د رایې د ورکولو لپاره صندوقونه ږدي.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال د ولسي جرګې د رئیس له خوا دغې جرګې ته د دفاع او د ملي امنیت رئیس د ورپیژندلو د غوښتنې په ځواب کې هغه ته ډاډ ورکړ، چې ژر به ددغو دوو امنیتي ادارو چارواکي هم د باور د رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وروپیژني.

د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماند جنرال تاج محمد جاهد، دمخه د افغانستان د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قوماندان په توګه کارکوه، د لویې څارنوالۍ د څوکۍ لپاره نوماند محمد فرید حمیدي، دمخه د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کمیسیون د کمشنر په توګه کارکوه او د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب لپاره نوماند محمد زمان سنګري، دمخه د افغانستان په بیلابیلو قضایي ادارو کې دنده ترسره کړې ده.

XS
SM
MD
LG