د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارکی سیاستوال: د کډوالو پر بیړیو دې ډزې وشي


د ډنمارک د خلکو د گوند ویاند د رویترز اژانس ته ویلي چې پر مهاجرینو ډزې ددې گوند رسمي تگلاره نه ده
د ډنمارک د خلکو د گوند ویاند د رویترز اژانس ته ویلي چې پر مهاجرینو ډزې ددې گوند رسمي تگلاره نه ده

د ډنمارک د پارلمان یو غړي وایي امنیتي ځواکونه باید پر هغو بیړیو ډزې وکړي چې په ناقانونه توگه د اروپایي ټولنې سواحلو ته کډوال رسوي.

د ډنمارک د دغه مهاجرت ضد گوند د اروپایي ټولنې ویاند کینیت برت ویلي یواځنۍ موثره لار داده چې دغه کشتۍ ودرول شي او ورته وویل شي چې "تاسې په دغه ملي ساحل کې تگ راتگ نه شئ کولای، یا به پر تاسو ډزې وشي او یا باید بیرته ستانه شئ".

ښاغلي برت وروسته بیا په فیسبوک کې د یو پیغام په خپرولو سره خپله ژبه یو څه نرمه کړه او ویې ویل چې د هغه مطلب دا نه دی چې پر خلکو دې ډزې وشي، خو داچې د ناتو بېړۍ کیدای شي پر هغو هوایي ډزې وکړي.

د ډنمارک د خلکو د گوند ویاند بیا د رویترز اژانس ته ویلي چې پر مهاجرینو ډزې ددې گوند رسمي تگلاره نه ده.

د ډنمارک د خلکو گوند د تیر کال په عمومي انتخاباتو کې ٢١ فیصده رای وگټلې او په دې توگه د هغه هیواد په پارلمان کې دوهم ستر گوند شو.

د ډنمارک او جرمني په پوله ډنمارکي پولیس هڅه کوي د مهاجرینو د ورتگ مخنیوی وکړي
د ډنمارک او جرمني په پوله ډنمارکي پولیس هڅه کوي د مهاجرینو د ورتگ مخنیوی وکړي

ډنمارک ته تیر کال د زیات شمیر مهاجرو په ورتگ سره هغه هیواد د پناه غوښتونکو په وړاندې سخته تګلاره غوره کې چې په هغه کې د سرحدونو کنترول او د مهاجرینو د گاڼو او زیوراتو د مصادره کولو جنجالي قانون هم و.

د روان کال د اگست په میاشت کې حکومت د یو بېړني قانون د جوړولو وړاندیز وکړ چې له مخې یې دوی کولای شي پخپل سرحد کې د مهاجرینو پناه غوښتنه رد کړي.

XS
SM
MD
LG