د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکي د پولیو واکسین غوښتنه کوي


د کندز د روغتیايي مسولینو پر وینا، د دشت ارچي ولسوالیو یو شمیر کورنیو پخوا د پولیو واکسین مخالفت کوه.
د کندز د روغتیايي مسولینو پر وینا، د دشت ارچي ولسوالیو یو شمیر کورنیو پخوا د پولیو واکسین مخالفت کوه.

د کندوز ولایت روغتیايي مسولین وايي، د دشت ارچي ولسوالۍ هغه خلک چې پخوا یې د پولیود واکسین خلاف تبلیغات کول اوس د پولیو د واکسین تطبیق ته انتظار باسي چې باید د دوي په کلي کې هم پولیو واکسین تطبیق شي.

په کندوز کې د ملګرو ملتونو د صحي سازمان یا WHO د پولیو ولایتي مسول ډاکټر عبدالکریم باجوړی وايي، د دشت ارچي ولسوالۍ خلکو به د پولیو د واکسین پر خلاف تبلیغات کول او دوي ته د پولیو واکسین چندان اهمیت نه درلوده خو کله چې په دغه ولسوالۍ کې یوه ۱۴ میاشتنۍ ماشومه په ګوزڼ اخته شوه نو ددغې ولسوالۍ د خلکو له خوا غوښتنه وشوه چې باید په سیمه کې یې د پولیو واکسین تطبیق شي.

ښاغلی باجوړی وايي چې اوس که د کوم کمپاین په مهال یو کور ته واکسیناتوران په ورتګ کې ناوخته کړي دوي ته زنګ وهي چې باید کور ته یې د پولیو واکسیناتوران ورشي او د دوي ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکړي.

هغه وویل "د خلکو غوښتنه زیاته ده، ځکه تر اوسه پورې خلکو ته د ماشومانو په ګوزڼ اخته کیدل یو مبهمه خبره وه، کله چې په دشت ارچي کې ماشومه په پولیو اخته شوه، نو اوس د خلکو غوښتنه داده چې څومره زیات کیدای شي واکسین باید تطبیق کړي، او خلک ورته زنګ وهي چې ددوي یو یا دوه کوره له واکسین څخه پاتي دي."

په دشت ارچي کې وروسته له هغې خلک له خپل پخواني فکر څخه واوښتل چې په دغه ولسوالۍ کې یوه ماشومه پولیو شوه او له خلکو سره ویره پیدا شوه چې د دوي ماشومان په دغه ناروغۍ اخته نه شي.

د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي هم وايي چې اوس د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده او په دې پوهیږي چې دغه دوه څاڅکي د دوي د ماشومانو ژوند ژغولای شي.

عطايي زیاتوي چې دوي پخوا تر دې هم د عامه پوهاوي لپاره کار کاوه، او په سیمه کې یې هغه ډلې فعالې وې چې په کلینکونو کې به یې ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي واکسین ورکول، هغه زیاتوي چې ددغې ډلې یوه دنده دا هم وه چې له رسمي وخت وروسته باید خلکو ته د واکسین په اړه معلومات ورکړي او هغوي د ګوزڼ د ضررونو په اړه خبر کړي.

دی وايي "اوس خلک په دې پوه شوي چې واکسین څه شي ته وايي او څومره اهمیت لري، دا ورته ثابته شوې چې ددوي د ماشومانو لپاره د واکسینو تطبیق څومره اهیمت لري، نو دا ددې دلالت کوي چې د پولیو د واکسینو په اړه د خلکو پوهاوې زیات شوی دی."

د کندوز د دشت ارچي اوسیدونکي عاجز وايي، اوس د دوي خلک په دې پوه شوي چې ماشومانو ته د واکسین کول څومره ګټه لري، هغه د پولیو د مخنیوي د څاڅکو په اړه وايي.

هغه وویل "د پولیو دوه څاڅکي چې ماشومانو ته ورنه کړل نو ستونزې ورته پیدا کیږي، که دغه ماشوم په ګوزڼ اخته شي نو ددوي ژوند خو د دهقانۍ دی نو هغه معیوب وي او اولادونه ولري نو معیوب سړی به دهقاني څنګه وکړای شي چې درانه کارونه په کې دي. "

صحي مسولین وايي چې په کندوز کې دوه ولسوالۍ چاردره ا و امام صاحب د پولیو تر ګواښ لاندې سیمې دي، دوي پلان لري چې په راتلونکې کې په دغو دوه ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو د خوراکي واکسین تر څنګ زرقي یا د پیچکارۍ په وسیلهواکسین هم تطبیق کړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG