د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې مسلمان کډوال "ډیټنگ" زده کوي


په اسلامي هیوادونو کې د مخالفو جنسونو ترمنځ اړیکې د جرمني په شان د غربي هیوادونو په پرتله بل ډول دي
په اسلامي هیوادونو کې د مخالفو جنسونو ترمنځ اړیکې د جرمني په شان د غربي هیوادونو په پرتله بل ډول دي

یو جرمني ښوونکی غواړي چې په هغه هیواد کې ځوانو مسلمانو پناه غوښتونکو ته په وړیا توگه ورزده کړي چې څنگه له ځوانو ښځو سره انډیوالي وکړي.

٢٧ کلن جرمني ښوونکی هورست ونزل، هغو بډائیو نارینه جرمنانو ته چې د ښځو سره له اړیکه نیولو نه ډاریږي، ورزده کوي چې څنگه له ځوانو ښځو سره اړیکه جوړې کړي.

ونزل یو شخص ته د خصوصي زده کړو ورکول په بدل کې د ورځې آن ١٥٠٠ ډالره اخلي او د نارینو یوې ډلې ته له درس ورکولو څخه د ورځې څه دپاسه څلور زره ډالر ترلاسه کوي.

خو جرمني ته د میلیونونو نویو مهاجرو په ورتگ سره د ښاغلي ونزل درسي خونې یواځې بډائیو نارینه جرمنانو ته ځانگړې پاتې نه شوی؛ اوس هغه په وړیا او داوطلبانه توگه یو شمیر عراقي او سوري پناه غوښتونکو ته دا ورزده کوي چې څنګه له ښځو او نجونو سره اړیکه ونیولای شي.

په اسلامي هیوادونو کې د مخالفو جنسونو ترمنځ اړیکې د جرمني په شان د غربي هیوادونو په پرتله بل ډول دي.

ښاغلی ونزل په دې باور دی چې د ښځو او نارینو ترمنځ د اړیکو رامنځ ته کیدلو لپاره ښه لار دا ده چې پناه غوښتونکي په ټولنه کې مدغم شي.

د ډیټنګ مشورې

تیره اونۍ ښاغلي ونزل د ١١ تنو مهاجرو لپاره خپل دریم ټولګی جوړ کړ. شاگردانو ته د هغه د زده کړو لار خورا ساده او اسانه ده. د مثال په توگه له خپلو زده کوونکو څخه پوښتي کله چې د خپل پام وړ نجلۍ سره مخامخ شي څنگه له هغې سره خبرې وکړي.

هورست ونزل د تدریس پر مهال
هورست ونزل د تدریس پر مهال

یو ٢٠ کلن مهاجر عصام ال کاتب، کله چې د خپل خوښې انجلۍ وویني نو ورته وايي "خدای ته ماته خلق کړې یې. ته مې خوښیږي. کولای شم چې تاسې کره بیده شم".

ونزل ده ته په ځواب کې وويل " لږ تر لږه د نجونو سره د اړیکې په لومړیو دریو میاشتو کې مه وایی چې خوښیږي مو، پرته له دې هغوی به له تاسې نه وتښتي".

بل مهاجر د سوریې اوسیدونکی ٢۴ عمر محمد چې یو شرمندویه ځوان دی وایي هغه جرمنۍ ښځې یې خوښیږي چې د شمالي افریقا ښځو ته ورته دي، خو وایي چې له هغوی سره په اړیکه نیولو نه پوهیږي.

هغه وایي " چې په ژبه پوه نه شئ نه شی کولای له نجلۍ سره خبرې وکړې. زمونږ ترمنځ زیات توپیرونه شته، یواځې کلتوري او مذهبي توپیرونه نه ، مونږ په خپل هیواد کې دا ډول بشپړه آزادۍ نه لرو".

پناه غوښتونکو ته د تدریسي صنفونو برابرولو د یو شمیر جرمني میرمنو پاملرنه هم ځانته رااړولې ده. جسمین اولبریچ، یوه له دغو میرمنو څخه ده. هغه وایي د منځني ختیځ د نارینو څیره یې خوښیږي او په عین وخت کې د جرمني نارینو نه شکایت لري، ځکه د هغې په وینا د جرمني نارینه د بیرو په څښلو او یا هم د فوټبال په ننداره بوخت دي.

XS
SM
MD
LG