د لاس رسي وړ اتصالات

لشکرې طیبه د مومبای په ښار څو ځله حملې پلان کړې وې


د ډیوډ هیډلي پلار پاکستانی او مور یې امریکایۍ ده
د ډیوډ هیډلي پلار پاکستانی او مور یې امریکایۍ ده

ډیوډ هیډلي چې په 2008م کال د هند د مومبای په ښار کې په تروریستي بریدونو کې د لاس لرلو په تور د متحده ایالاتو په یوه زندان کې بندي دی، د هند یوې محکمې ته وویل چې په پاکستان کې دیره د لشکرې طیبې تروریستي ډلې " د دغه برید نه مخکې دوه ځله د بریدونو پلان جوړ کړی و خو پخپلو هڅو کې ناکامه شوې وه. "

د هیډلي مور امریکایۍ او پلار یې پاکستانی دی خو هغه پخپله په امریکا کې پیدا شوی او اوس پرې پنځه دیرش کاله د بند سزا راختلې.

هغه نن د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوه نامعلوم ځای نه د ویډیو کنفرانس د لارې په هند کې یوې محکمې تهد مومبای د بریدونو لپاره په چمتووالي کې "د خپل رول په هکله د پوښتنو ځوابونه وویل او خپله شاهدي یې ور کړه. "

د ډیوډ هیډلي پدې څرګندونو سره، هند کولی شي چې په پاکستان نور هم فشار واچوي چې د هغو تروریستي ډلو په خلاف جدي اقدام وکړي چې د مومبای په بریدونو کې د لاس لرلو شک پرې کیږي. نوي ډهلي د پخوا نه ویلي و چې دغه بریدونه د لشکرې طیبې ترویستي ډلې کړیدي.

هندي څارنوال اوجوال نیکام د ډیوډ هیډلي سره تر خبرو وروسته خبریالانو وویل " ډیوډ هیډلي د لشکرې طیبې د مؤسس حافظ سعید د یوه بیان د اوریدو نه وروسته په 2002م کال کې د دغې تروریستي ډلې سره یو ځای شو. "

نیکام د ډیوډ هیډلي د قوله وایي " حافظ سعید راته وویل چې باید جهاد وکړو او د جهاد معنی د هند د پوځ په خلاف جګړه کول دي. "

د څارنوال اوجوال نیکام پر وینا " ډیوډ هیډلي د پاکستان د استخباراتو د ادارې د مامورینو سره هم کتلي دي."

د لشکرې طیبې مؤسس حافظ سعید تیره میاشت یو ځل بیا په هند د نورو بریدونو خبرداری ورکړ.سعید خبرداری ورکړل چې " په پټان کوټ کې د هند د بحري ځواکونو په اډې نور بریدونه به هم وشي. "

د دغو څرګندونو نه وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د حافظ سعید په څرګندونو ژوره اندیښنه وښوده. په اعلامیه کې ویل شوي " سعید په نړیواله سطح پیژندل شوی تروریست دی خو په پاکستان کې په آزاده توګه ګرځي راګرځي. "

د هند د مومبای په ښار په بریدنو کې چې د تاج محل په پنځه ستوریز هوټل، د اورګاډو په عمومي سټیشن او د یهودانو په یوه مرکز وشو، لږ تر لږه 166 تنه پکې ووژل شول. د وسله والو دغه برید درې ورځې روان و.

XS
SM
MD
LG