د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو


د بلخ ولایت د افغانستان په شمال کې په نسبتآ ارامو ولایتو نو کې شمیرل کیږي
د بلخ ولایت د افغانستان په شمال کې په نسبتآ ارامو ولایتو نو کې شمیرل کیږي

د بلخ ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې د دولت اباد د ولسوالۍ د امنیه قوماندان حیات الله روغ موټر د دغې ولسوالۍ په مرکز کې د ګشت پر مهال په یو ماین ختلی دی.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند منیر احمد فرهاد امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې د حیات الله روغ څلور ساتوونکي ټپیان شوي هم دي.

د بلخ ولایت د امنیت امر عبدالرزاق امیري وایي چې د پیښې ټپیان د مزارشریف په ښار کې روغتون ته وړل شوي دي.

د بلخ په روغتون کې ډاکټران وایي چې د پیښې له ځایه ورته اووه مړي او څلور ټپیان وروړل شوي دي.

طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

په جوزجان کې د ملي اردو د ۹ سرتیرو وژل

د بلخ ولایت سره په ګاونډ کې د جوزجان په ولایت کې په یوه بله امنیتي پیښه کې د ملي اردو نهه سرتیري وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت امنیه قوماندان جنرال فقیرمحمد جوزجاني امریکا غږ ته وویل چې د ملي اردو دا سرتیري طالبانو سره د ملي اردو د یو سرتیري د لاس یو کولو په نتیجه کې د دغه ولایت قوش تپه په ولسوالۍ کې نن سهار وژل شوي دي.

فقیر محمد جوزجاني وویل چې د ملي اردو طالبانو سره د یو سرتیري د همکارۍ وروسته مخالفو وسله والو لومړی د ملي اردو په پوسته لاسي بم واچوه چې په ترڅ کې یې درې پولیس ووژل شول، بیا طالبانو شپږ نور سرتیري له پوستې راویستل او په ډزو یې ووژل.

طالبانو د دغو سرتیرو وژل تائید کړي او ادعا یې کړې ده چې په دغه برید کې د ملي اردو لس سرتیري وژلي او د هغوی څوارلس میله وسله یې هم له ځان سره وړې ده.

د بلې خوا د سرپل په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي چې مخالفو وسله والو هغه تنه ملکي کسان چې د شنبې په ورځ یې له لارې کښته کړي وو، وژلي دي.

د سرپل امنیه قوماندان جنرال محمد اصف جبارخیل امریکا غږ ته ویلي چې مخالفو وسله والو د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب د دغو دوو تنو دوه ماشومان چې هغوی سره په سفر کې مله وو خوښي کړي دي او د هغوی پلارونه یې وژلي دي.

تراوسه طالبانو د دغې پیښې په باب څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG