د لاس رسي وړ اتصالات

مفتشان اوس په واشنگټن کې دخونړېو ډزو دلاېل لټوي


د واشنگتن د ښار چارواکي وايي د معلوماتي تکنالوژۍ یو کارکونکی چې د پوځ دپاره یی د یوه قرار دادي په توگه کار کاوه، د امریکا د سمندري ځواکونو په یو مرکز باندی ددوشنبی په ورځ برېد وکړ. داسې گومان کېده چې برېد کوونکي به له ېوه نه زېات کسان وي، خو اوسنی رپوټ وايي چې هغه یوازنی برید کونکي و او پخپله هم ووژل شو.

چارواکي اوس په دې باندې غور او څېړنه کوي چې د پرون ورځې د خونړېو ډزو عوامل معلوم کړي.

څلور دیرش کلن ایرن الکسیس پداسې حال کی د سمندري ځواکونو ودانی ته د اعتبار وړ هویت کارت سره داخل شو چې پوځی اوتومات ماشین گڼه، ټوپک او لاسی تومانچه ورسره وو.

هغه ودانۍ ته له ننوتلو سره سم په ډزو پیل وکړ او لږ څه وروسته د پولیسو سره د ډزو په ترڅ کې ووژل شو.د واشنگتن ښاروال وینسېنت گرې وایی پدې پېښه کې اته تنه ژوبل شوی دی خو دزخمېانو حالت ښه دی.

ښاروال ښاغلي گرې وویل چې ددې ډزو تر شا کوم خاص هدف موجود نه وو. مگر مفتشان اوس په دې لټه کې دي چې د ٣۴ کلن اېرن الېکسېس د ډزو عوامل ځانته معلوم کړي او په دې لړ کې د سمندري قواو له هغو خلکو نه پوښتنې کېږي چې ښايي له دې پېښی سره تړاو ولري.

پولېس وايي چې دوی تراوسه پورې، دواشنگټن د سمندری قواو په ودانۍ کې د 34 کلن اېرن الېکسېس د ډزو عوامل ندي پېداکړي. هغوی داهم وايي چې له نړېوالی ترهگرۍ سره هم ددغو ډزو دتړاوشواهد نشته دي. همداراز دهغه په برخه کې د سېاسي او مذهبې انگېزو دلاېل هم ندي موندل شي چې هغه ېې ډزو کولو ته هڅولی وي.

خبری رپوټونه وايي چې الېکسېس په بې خوبۍ اخته و، اونوره روحي نارامې ېې هم لرله او وايي چې غږونه به ېې اورېدل. داگست د مېاشتې راهېسی د پوځ د متقاعدېنو ادارې دهغه د ذهني ستونزو علاج کاوه.

د سه شنبی په ورځ دوخته ېوشمېر سناتورانو دپېښی قربانېانو ته خپل وروستي احترامونه وړاندې کړل او هغوی ته ېې دوعا وکړله او ېوه شېبه خامو‍شي ېې غوره کړله.

تردې وروسته دسمندري قواو په ېادگاري ځای کې ددفاع وزېر چک هېگل، دلوېو درستېزانو دجرگه گۍ رئېس جنرال مارټېن ډمسي، دواشنگټن ښاروال وېنسېنټ گرې او ېوشمېر نورو جگپوړه چارواکېو هلته دگلانو گېډۍ کېښودلې. په دې توگه ېې دهغو نارېنه اومېرمنو درناوی وکړ چې ددوشنبې دورځې په ډزو کې وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG