د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې یوې ښځې له مرګ وروسته انتخابات وګټل


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په هند کې یوې ښځې له مړینې نږدې دوې اونۍ وروسته محلي ټاکنې ګټلي دي.

عاشیه بي په ګڼ میشتي ایالت اوتر پردیش کې د ښاروالۍ د شورا په ټاکنو کې ۴۰ سلنه رایې ګټلي او له مرګ وروسته ګټونکې اعلان شوې ده. چارواکو وویل چې د هغې پلویانو د درناوي په خاطر رایه ورکړې ده.

د شورا دغې ۳۰ کلنې مشهورې نوماندې ته د راپورونو له مخې، د معدې او سږو ناروغي پیدا شوې وه او له ټاکنو یوازې ۱۲ ورځې مخکې مړه شوه.

د هغې میړه د ټاکنو چارواکو ته خبر ورکړ، خو د ټاکنو مسئولین وايي، چې د رایو له پاڼو څخه د هغې د نوم د لیرې کولو لپاره طرزالعمل موجود نه و.

د اوتر پردېش د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي باغوان شاران وویل: "یوځل چې د ټاکنو پروسه پیل شي، بیا بدلېدلی یا ودرول کیدلی نشي."

د چارواکو په خبره عاشیه بي په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ځان ثابت کړی و او ډېرو خلکو پتېیلې وه چې نوموړې ته رایه ورکړي.

ځايي اوسېدونکي محمد ذاکر ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ته وویل، "عاشیې په اسانۍ سره ملګري پیدا کړل او خلکو هم له هغې سره د ملاتړ کړې ژمنه ماته نکړه نو ځکه یې ورته رایه ورکړي او ګټونکې شوه."

د هغې میړه منتظم قریشي وویل چې عاشیه بي د "خپل نرم مزاج له کبله د خلکو زړونه ګټلي و."

XS
SM
MD
LG