د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله :د کرښې له هغې غاړې بریدونه باید بند شي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې نن د سه شنبې په ورځ یې د مارشال محمد قسیم فهیم د دوهم تلین په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله، پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل چې باید د کرښې له هغې غاړې بریدونه د تل لپاره بند شي.

عبدالله عبدالله وویل چې دا بریدونه د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ د ارزښتونو سره اړخ نه لګوي

ښاغلي عبدالله وویل "د یوې مسلې په هکله چې په دې ورځو شپو کې په یوې ډیرې حادې مسلې بدله شوې او ځای لري چې په دغسې یوه غونډه کې یې یادونه وشي، د کرښې له هغې غاړې بریدونه باید بند شي یو ځل او د تل لپاره ".

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل چې دا بریدونه د نورو او دګاونډیو سره د افغانستان د حکومت د نیت او د دوستۍ د اړیکو سره سمون نه لري.

اجرائیه رئیس وویل " کله چې گورو چې د کرښې له هغې غاړې د انداختونو څخه زمونږ خلک بې ځایه کیږي، که تراوسه د زغم څخه کار اخیستل شوی، په کار دي چې دا په هیڅ ډول له پامه ونه غورځول شي، زمونږ د نیت په باب او د دوستۍ په برخه کې مو چې لاس غځول هغه په صادقانه ډول دی، خو د خپل وطن څخه د دفاع په برخه کې هم د خپلې ایماني او دیني وظیفې په توګه او د ملي وظیفې په توګه ځانونه مکلف ګڼو ".

افغان سرحدي چارواکو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي چې څلور ورځې وړاندې د پاکستان سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولایت د ګوشتې د ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د افغانستان په خاوره لومړی د توغندیو برید وکړ او بیا یې د اوږدو ساعتونو لپاره د سپکو وسله ډزې وکړې، چې له امله یې د سرحدي سیمې یو شمیر کورنۍ نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شوې.

ددې د مخه دافغان حکومت د سرحدي ولایتونو چارواکو د ډیورنډ د کرښې د هغې غاړې څخه د افغانستان په خاوره د توغندیو د بریدونو خبرونه ورکړي وو.

پاکستان د ګوشتې په ولسوالۍ کې د تازه نښتو په باب تر اوسه څه نه دي ویلي.

مارشال فهیم تلین

نن د مارشال فهیم په پوځي اکاډمۍ کې د مارشال محمد قسیم فهیم د دوهم تلین په مناسبت یوه لویه غونډه جوړه شوې وه، چې د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو د ګډون سربیره پخواني جمهوررئیس حامد کرزي او د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو او قوماندانانو هم په کې برخه اخیستې وه.

غونډې ته د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وینا سربیره حامدکرزي، محمد کریم خلیلي، استاد عدرب الرسول سیاف، د دفاع وزارت سرپرست محمد معصم ستانکزي هم ویناوې وکړې.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د مارشال فهیم د دوهم تلین په مناسبت جوړي شوي غوڼدې ته پیغام استولی وو، چې په کې د مارشال فهیم د کړنو ستاینه شوې وه.

وینا کوونکو د مارشال محمد قسیم د تیرو کړنو د یادونې سربیره د افغانستان په روانو حالاتو په ځانګړي ډول د سولې په روانو هڅو هم خبرې وکړې.

د سولې خبرې

د افغانستان د جمهورریاست پخواني دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي په خپله وینا کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په باب وویل په افغانانو جګړه تحمیل شوې او د وطن څخه دفاع واجب ده.

ښاغلي خلیلي وویل " اوس هم مونږ په سوله او د جګړې په پای ته رسیدلو ټینګار کوو، باعزته سوله او په افغانستان کې د قرمزو لیکو چې وجود لري په ساتنې، په هیڅ ډول د افغانستان هیڅ ملت او د افغانستان هیڅ وګړی سوله د هغو سترو لاس ته راوړنوچې مونږ په دې نوي فصل کې ترلاسه کړي په قربانۍ کولو نه مني او نه به یې ومني ".

محمد کریم خلیلي وویل چې سوله بیا د افغانانو ترمنځ رامنځ ته شي.

د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو یو مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف هم د محمد کریم خلیلي د خبرو په تائید وویل چې ملت واقعي سوله غواړي.

استاد سیاف وویل افغان حکومت ته یې وړاندیز دا دی، چې مخکې له دې چې وړاندې لاړ شي او بیرته شاته لاره ونه لري، نو ښه داده چې لومړی دې د خپل ملت سره روغه وکړي.

ښاغلي سیاف وویل "منظور مې دا نه دی چې مونږلاس په ماشه ایښی او یو پر بل ډزې کوو، هغوی چې د دولت د چتر لاندې ژوند کوي، څه مخالف څه موافق ددغه تالار په څیر د یو چتر لاندې ژوند کوي، له دوی سره دې ولې خپلې ستونزې نه هواروئ، ولې نظر یو کوئ نه، ولې په یو نظر پرمخ نه ځئ، او س که مخکې لاړ شئ او ددې خلکو مشوره ونه لرئ ډیر پښیمانه به شئ".

پخوانیو مجاهدینو ته په جګړه کې د ونډې غوښتنه

استاد سیاف یو ځل بیا له افغان حکومت وغوښتل چې وسله والو مخالفانو سره د سولې په برخه کې د پالیسۍ د جوړولو پروخت دې د ټولو سیاسي جهتونو نظر واخیستل شي.

همداشان استاد سیاف د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونه روانه جګړه د دیني پلوه یو روا جګړه وبلله په طالبانو او د افغان حکومت پر نورو وسله والو مخالفانو یې غږ وکړ چې نور دې د خپل وطن ورانول پریږدي او داځکه چې د استاد سیاف په وینا افغان ځواکونه د دیني مسولیت له مخې له خپلې خاورې په دفاع بوخت دي.

استاد سیاف افغان حکومت څخه و غوښتل چې پخوانیو مجاهدینو ته دې د وطن څخه د دفاع امکانات برابر کړې او که نه نو دوی به پخپله د خاورې څخه د دفاع لپاره ورودانږي.

استاد سیاف وویل " مونږ پر دولت غږ کړی دی چې ملت ته د وطن څخه د دفاع په برخه کې د ګډون زمینه برابره کړي، یو وار مو غږ وکړ، دوهم ځل مو غږ وکړ او دریم ځل مو غږ وکړ، خو که مو ولیدل چې زمونو نوامیس او هیواد مو په خطر کې دی پرته له اجازې سنګر ته ورځو ټول مې خبره واوړئ ".

دې غونډې ته دافغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي هم په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان په کلو او بانډو کې جګړه میړانه نه ده بلکې د هغه په وینا میړانه داده چې د افغانستان په سرحدونو کې د خاورې څخه د دفاع لپاره په جګړه کې برخه واخیستل شي.

مارشال محمد قسیم فهیم دوه کاله وړاندې په همدې ورځ له دغې نړۍ سترګې پټې کړي.

هغه په تیروڅلورو لیسزو کې د افغانستان لومړنی مارشال وو، چې د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د لومړي مرستیال په توګه د وظیفې په وخت د ورپیښې اوږدې ناروغۍ له امله په کابل په خپل کور کې ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG