د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس د پورونو د حد اوچتولو ته رایه ورکړه


د امریکا کانګرس د پورونو د حد اوچتولو ته رایه ورکړه

د امریکا کانګرس د پورونو د حد اوچتولو ته رایه ورکړه

د امریکا سنا نن د سه شنبې په ورځ رایې ورکړلې چې هغه سیاسي جنجال پای ته ورسوي چې د حکومت د زیاتېدونکیو پورونو په سر راپیدا شوی و.

ددغې مسودې منظورول به د حکومت د پور اخیستلو اندازه اوچته کړي. په دغه مسوده کې سنا د حکومت د پور د حد په لوړولو او په لګښتونو کې د کموالي په راوستلو باندې رایې ګیري وکړه.

دا رایې ګیری یوازې ۱۲ ساعته له هغه وخت نه مخکې وشوه چې له حکومت سره پیسې خلاصي شي او خپل پورونه ادا نکړلی شي.

سناتورانو ۷۴ رایې د مسودې د منظورﺉ او ۲۶ مخالفې رایې ورکړلې.

په دغه مسوده کې د پورونو د زیاتوالي او لګښت پر کموالي پریکړه شوې ده. جمهوررئیس اوباما ددغې مسودې له منظورﺉ نه وروسته په سپینه ماڼۍ کې وویل چې دی به دا مسوده لاسلېک کړي چې د قانون بڼه غوره کړي.

رپوټ وايي جمهوررئېس اوباما پر سناتورانو انتقاد وکړ او وې ویل چې د پورونو جنجال د اقتصاد د ودې په مخکې یو بل خنډ دی.
اوږده بحثونه

د ډیموکراتانو، جمهوریت غوښتونکو او سپینی ماڼئ تر منځ دا موافقه د میاشتو میاشتو سیاسي بحثونو او د خبرو په ټپه دریدو نه وروسته د دوشنبی په ماښام وشوه او نژدې و واشنګټن دې حد ته راولي چې خپل پورونه ادا نکړی شي.

د دوشنبې په ماښام دا مسوده د ۲۶۹ رایو په اکثریت د ۱۶۱ مخالفو رایو په مقابل کې منظؤر شوله.

د پورونو په سر ددغې روغی جوړې منظوریدل حکومت ته دا اجازه ورکوي چې تر ۲۰۱۲ پورې د حکومتي لګښتونو لپاره پیسې په پور واخیستلی شي.

ددې په مقابل کې به حکومت په خپل لګښت کې په راتلونکیو لسو کلونو کې یو تریلیون ډالره راکم کړي.

ددغه معاملې له امله به د بودیجې یوه مشترکه کمېټه په کانګرس کې جوړه شي او وظیفه به یې دا وي چې د نورو یونیم تریلیون ډالرو د لګښت د راکمولو لپاره لارې چارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG