د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: ولایتونو کې د ټاکنیزو حوزو د ویشلو پرېکړه ټاکنو کمیسیون کوي


د افغان حکومت دا پریکړه د ولسي جرګې له د سخت مخالفت سره مخ شوې ده.
د افغان حکومت دا پریکړه د ولسي جرګې له د سخت مخالفت سره مخ شوې ده.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، چې د ټاکنو په نوي قانون کې د ولایتونو د ټاکنیزو حوزو د یو کرسۍ کیدو په اړه پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړل شوې ده.

د ولسمشر دوهم مرستیال له دفتر څخه په یو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د تک کرسۍ یا په ولایتونو کې د ټاکنیزو حوزو د ویشلومسلې زیات تخنیکي او حقوقي بحث ته اړتیا درلوده نو پدې خاطر کابینې پرېکړه کړې، چې د ټاکنو په قانون کې په دې هکله بشپړ صلاحیت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړل شي او دغه کمیسیون به له جوړېدو وروسته په درېیو میاشتو کې د انتخاباتي حوزو په تړاوو یوه کړنلاره چمتو کوي.

سرور دانش ویلي، چې د ټاکنیزو حوزو د ټاکلو لپاره کمیسیون اړ دی، چې خپلې تخنیکي مطالعې وکړي، سلا مشورې واخلي او بیا خپل راپور کابینې ته وړاندې کړي، کابینه به بیا د ټاکنو د کمیسیون راپورارزوې او اړه به یې پرېکړه کوي.

د ولسمشر دوهم مرستیال دا هم ویلي" د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د اساسي قانون د ۸۳ مادې په تطابق، د نفوسو تناسب ته په پام، د عمومي او عادلانه استازولیو د تامینول په معیارونو انتخاباتي حوزې ټاکي".

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش دا هم ویلي، چې د ټاکنو قانون د کابینې له خوا تصویب شوی، د ولسي جرګې د وروستیو ورځو په درشل کې ولسمشر توشیح کړی هم دی.

هغه ویلي، چې د عدلیې وزارت او د چارو د ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د قانون متن هر څومره چې ژر امکان ولري خپور کړي.

سرور دانش ویلي، چې د ټاکنو په قانون کې زیات تغییرات راغلي دي.

د ولسي جرګې غړو پرون ددې جرګې د رخصتیو له ختمېدو وروسته په خپله لومړۍ ورځ د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د حکومت په کړنو سخت انتقادونه وکړل او د حکومت دا کړنې یې غیری قانوني وبللې.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وویل چې پر اساسي قانون د څار کمیسیون نه باید پوښتنه وشي، چې په کوم اساس او قانون یې حکومت ته اجازه ورکړې، چې حکومت د ولسي جرګې د رخصتیو په جریان کې د ټاکنو په تړاوو فرمان ورکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل چې د اساسي قانون د څار کمیسیون به وغواړي او ترې وبه پوښتي چې څنګه یې حکومت ته اجازه ورکړې چې د ولسي جرګې له تائید پرته فرمان ورکړي.

د ټاکنو کمیسیونونه پدې تړاوو چوپه خوله او د ټاکنو د څار ځینو بنسټونو له وړاندې ویلي وو، چې د تک کرسۍ نظام یا د ولایتونو د ټاکنیزو حوزو د ویشلو پرېکړه عملي کول په اوسنیو شرایطو کې سخت دي.

XS
SM
MD
LG