د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري: کندز کې د طالبانو رهبري له منځه وړل شوې


د افغانستان دفاع وزارت وايي د کندز ښار په وروستۍ پیښه کې د وسله‌والو طالبانو مهم غړي وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي د کندز ښار په وروستۍ پیښه کې د وسله‌والو طالبانو مهم غړي وژل شوي دي.

د کندز ښار په بوزې کندهاري سیمه کې د هوايي بمباریو له امله د شاوخوا دیرشو ملکي کسانو له وژل کیدو دوه ورځې وروسته د افغانستان حکومت وايي، چې په دغه پېښه کې د طالبانو پوځي مشران هم وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ د جمهوري ریاست او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت له ویاندویانو سره په یوې ګډې خبري غونډه کې وویل، افغان ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د تیرې پنجشنبې په شپه د کندز ښار په بوزې کندهاري سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر یوې لویې غونډې برید وکړ، چې د دواړو خواوو تر منځ سخته نښته وشوه او په نتیجه کې یې درې افغان کومانډو ځواکونه ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

د جنرال وزیري پر وینا، له هغې وروسته پر سیمې باندې افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو بمباري وکړه، چې په نتیجه کې یې، د وسله‌والو طالبانو د اوو قوماندانانو او پوځي مسؤولینو په ګډون ۳۰ تنه ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

دولت وزیري وویل "دوی داسې عادي کسان نه وو چې غونډه یې درلوده، دا هغه کسانو وو چې د کندز ټوله جګړه یې رهبري کوله، دا د هغه نظامي کمیسیون مشران وو، خصوصاً ملا ضیاالرحمن متقي، دا دهغه نظامي کمیسیون مشر وو چې د دې غونډې په راس کې وو او په خپل کور کې یې دا غونډه جوړه کړې وه".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، چې ملا متقي، ملا مصطفی، ملا محمدیار، قاري بلال، قاري جمال او ملا منصور د طالبانو د رهبرۍ د کچې غړي وو چې په دې برید کې وژل شوي او څلور نور طالب مشران ژوندي نیول شوي دي.

دولت وزیري وویل، چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو د کورنیو غړي هم شامل دي.

دوه ورځې مخکې د کندز د ښار په بوزې کندهاري، الچین او حضرت سلطان سیمو کې د قاطع ملاتړ او افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ په جګړو کې د ماشومانو په گډون نږدې دیرش تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

دغې پیښې د خلکو کلک غبرګون راوپاروه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د پیښې څیړلو لپاره د ځانګړي هیأت ګمارنه

د افغانستان د ولسمشر ویاند محمدهارون چخانسوري وویل، د اومړنیو معلوماتو له مخې په دې پيښه د حکومت وسله‌والو مخالفینو له ملکي کسانو څخه د سپر او د استوګنې له کورونو څخه د مورچل په توګه کار اخیستی دی.

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه، چې په کندز کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو د د پیښې د څیړلو لپاره افغان ولسمشر یو هیأت ته دنده سپارلې، تر څو د دغې پیښې لاملونه پیدا کړي.

د ولسمشر ویاند وویل "یو خاص هیأت ټاکل شوی، چې هغه هیأت اوس کندز ته رسیدلی، دوی به هراړخیزه څیړنه کوي او هلته به که چیرې سهل انګاري شوي وي یا هر هغه څوک چې عامل د دې ملکي تلفاتو شوی وي هغوی ته به د قانون په چوکاټ کې سزا ورکول کیږي".

د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند جنرال چارلز کلیف‌لینډ په دې غونډه کې وویل، بهرني ځواکونه د کندز په بمباریو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشیني دي او زیاته یې کړه، چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو له خوا په ګډه د دغې پیښې د عواملو د موندلو په اړه څیړنې پیل شوې دي.

د جنرال کلیف‌لینډ پر وینا، کله چې د نومبر په دریمه افغان هوايي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په مشورې د بوزې کندهاري په سیمه کې هوايي عملیات پیل کړل، له ځمکې ورباندې وسله‌والو مخالفینو ډزې وکړې.

خو هغه وویل "زما په نظر دا مهمه ده چې باید په یاد ولرو چې د دغې پېښې مسؤولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې هلته یې دا ستونزه جوړه کړې ده، نه یوازې دا پېښه بلکې په تیرو دریو میاشتو کې چې کومې ناښوالې په کندز کې رامنځ ته شوي دي، د دې پیښو سرچینه معلومه ده او دا هم باید په یاد ولرئ، چې د کندز ولس له حکومت څخه غواړي، چې له طالبانو څخه یې وژغوري، دا هغه څه دي چې دولت یې هلته ترسره کوي او له طالبانو څخه عام خلک ژغوري".

په تیرو دوو اونیو کې په کندز او غور ولایتونو کې لږ تر لږه شپیته تنه ملکي کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

له دې مخکې یوناما په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې د روان عیسوي کال په لومړیو نهو میاشتو کې څه باندې ۲۵۰۰ ملکي افغانان په وسله‌والو نښتو، ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو کې وژل شوي او شاوخوا ۶زره نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG