د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع وزیر افغانستان ته رسیدلی


د امریکا د دفاع وزیر، چک هیګل نن افغانستان ته رسیدلی دی. د امریکا د دفاع د وزیر په توګه د ټاکل کیدو نه ورسته دا د هغه لومړی بهرنی سفر دی.

هیګل چې په کابل کې د خبریالانو سره خبرې کولي، افغان ځواکونو ته یې د امنتیي مسولیتونو د انتقال په اړه خوشبیني څرګنده کړه. هغه زیاته کړه چې انتقال په داسي شکل ترسره کیږي چې ((د راتلونکي په اړه)) افغانانو ((ته ډیره هیلې پیدا کوي.))

تیره عیسوي میاشت، د امریکا د دفاع پخواني وزیر لیون پنیټا ویلي و چې ناټو په دې غور کوي چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته په افغانستان کې د ۸۰۰۰ نه نیولي تر ۱۲۰۰۰ عسکر ولري. په افغانستان کې اوس مهال د ناټو یو لک عسکر ځاي په ځاي دي چې ۶۶ زره یې پکښې امریکایان دي.

د امریکا د دفاع وزیر نن وویل چې په افغانستان کې به د ولسمشر کرزي او د امریکايي قوماندانانو سره وګوري.
XS
SM
MD
LG