د لاس رسي وړ اتصالات

د کابېنې ځنډ د نویو سناتورانو د لوړې مراسم هم ځنډولي


 د افغانستان د مشرانو جرګې ټول ۱۰۲ غړي لري.
د افغانستان د مشرانو جرګې ټول ۱۰۲ غړي لري.

د افغانستان د مشرانو په جرګې کې یو شمیر هغه سناتوران چې د ولایتي شوراګانو نه یې تازه دغې جرګې معرفي شوي وايي چې د لوړې مراسم یې د نوې کابینې تر اعلان پورې ځنډیدلي دي.

یو شمېر سناتوران وایي ولسمشر غواړي په هماغه ورځ چې ولسي جرګې ته د کابینې نوماندان وروپیژني د نویو سناتورانو د لوړې مراسم هم ترسره کړي.

سناتور څارنوال عبدالطیف نهضتیار وایي چې نوي سناتوران د تېرو دریو اونیو را په دیخوا د لوړې مراسمو ته منتظر دي.

ښاغلي نهضتیار امریکا غږ ته وویل چې د لوړې مراسم د جمهوررئیس په غوښتنې ځنډول شوي دي.

نوموړي وویل "ددې لپاره چې د نویو سناتورانو ښه عزت وشي جناب رئیس صاحب دې ته لیوالتیا لرله چې پخپله راشي او د لوړې مراسم پرځای کړي ، نو په انتظار یو چې خدای دې په خیر راولي ترڅو نوي سناتوران خپلې عهدي سنبال کړي او سوګند ورکړل شي".

د کابینې جوړېدل

په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړېدلو نه د دریو میاشتو نه زیاتې ورځې اوښتي دي خو د دغه حکومت دوه مشران لا هم د نوې کابینې په جوړېدلو بریالي شوي نه دي.

که څه هم چې د افغانستان اجرائیه رئیس ته نږدې منابع په ټینګار سره وایي ټاکل شوې ده چې جمهوررئیس محمد اشرف غني به یکشنبې په ورځ د نومول شویو وزیرانو لست ولسې جرګې ته واستوي خو د افغانستان د جمهوررئیس ویاند نظیف الله سالارزي امریکا ته غږ اشنا ته، دا خبره تاید نکړه.

ښاغلي سالارزي وویل کومه وعده چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې له استازو سره کړې، د نوماند وزیراتو لست به د همدې اونۍ تر پایه پارلمان ته واستول شي.

مشرانو جرګه

د افغانستان د مشرانو جرګه ټول ۱۰۲ غړي لري چې د اساسي قانون له مخې د ۳۴ د ولایتونو او ولسوالیو د شوراګانو یو-یو استازی انتخابیږي او پاتې درېیمه برخه یې ولسمشر انتصابوي.

په افغانستان کې د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د نه ترسره کېدلو له امله په تېرو کلونو کې، د ولسوالیو د شوراګانو استازي هم د ۳۴ ولایتونو شوراګانو مشرانو جرګې ته معرفي کول.

د اساسۍ قانون له مخې هغه سناتوران چې د ولایتي شوراګانو له خوا مشرانو جرګې ته استول کیږي د کار موده یې څلور کاله ده ، هغه سناتوران چې د ولسوالیو د شوراګانو په استازیتوب مشرانو جرګې ته لاره مومي د کار موده یې درې کاله او هغه سناتوران چې د جمهوررئیس له خوا په انتصابي توګه غوره کیږي د کار موده یې پنځه کاله ده.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د خوست ولایت پرته د ۳۳ ولایتونو ولایتي شوراګانو مشرانو جرګې ته خپل یو یو استازی استولی دی.

ددغې ادارې ویاند عبدالتواب غورځنګ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تراوسه لا دا معلومه نه ده چې لکه د تیرو کلونو د ولسوالیو د شوراګانو استازي به د ولایتي شوراګانو غوره شي او که نه.

ښاغلي غورځنګ وویل" د هرولایت د ولایتي شورا نه یو یو سناتور مشخص دی، خو د دوهم سناتور لپاره به د جلالتماب جمهوررئیس دریځ مهم اوسي چې هغوی په دې اړه څه پریکړه کوي".

د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې

په تیرو کلونو کې د ولایتي شوراګانو نه د ولسوالیو د شوراګانو د استازو غوره کول د جمهوررئیس د فرمان په اساس شوي وو.

خو دا ځل افغان حکومت نیت لري چې د راتلونکي کال په سر کې د ولسي جرګې د ټاکنو سره یو ځای د ولسوالیو د شوراګانو لپاره هم ټاکنې ترسره کړي.

که چیرې دا کار وشي نو د لومړي ځل لپاره به د افغانستان د مشرانو جرګه د ولسوالیو منتخب استازي هم ولري.

خو د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله به دا کمیسیون د ثور په لومړۍ د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شي کړی.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د دغو ټاکنو لپاره د ۱۵۰ میلونو ډالرو پورې پیسو ته اړتیا لري چې د کمیسیون د چارواکو د وینا له مخې تراوسه یې نه دي ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG