د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست دیموکرات کاندیان د داعش ځپل غواړي


.
.

د متحده ایالاتو د دیموکارت ګوند دری کاندیدانو د شنبې په ماښام د جمهوري ریاست په درېیمه انتخاباتي مبارزه کې په مهمې بهرنۍ پالیسۍ او اقتصادي مسایلو کې پریوبل انتقادي بحث وکړ. دا انتخاباتي مبارزه په نیوهمپشیر ایالت کې وشوه.

په پاریس او د کالیفورنیا ایالت په سن برناردینو ښارونو کې تر تروریستي بریدونو وروسته دا د دیموکراتانو لمړنۍ انتخاباتي مبارزه وه.

مخکښې کاندیدې هیلري کلنټن او د هغې د مهم سیال د ورمنټ ښار سناتور برني ساندرس، د دواړو بحث د داعش د ډلې ځپلو ته متمرکز و. میرمن کلنټن وویل٫٫ زه د داعش سره د مبارزې یوه ستراتیژي لرم او بی لدې چې موږ په بله پلې جګړه کې ښکیل شوو، داعش ته ماتې ورکولې شوو٬٬.

خو ښاغلي ساندرس بیا پدې ټینګار درلود چې بله جګړه کې باید ښکیل نشي. ساندرس وویل

٫٫ یوه داسی ستراتیژي چې داعش له منځه یوسي خو داسی یوه نه چې موږ د منځني ختیځ د جنجال په بله جګړه کې ښکیل کړي٬٬

ساندرس، میرمن کلنټن او د مریلنډ ایالات پخواني والي مارتین اومیلي پدې کې اختلاف درلود چې د داعش د ځپلو په ستراتیژي کې د سوریي ګوښه کیدونکی مشر بشارالاسد ددی ستراتیژۍ برخه اوسي که نه؟

ښاغلي ساندرس وایي پدې ډیر اندیښمن دی چې میرمن کلنټن بی لدې چې پر عواقبو باندې یې ځان پوه کړي، ډیره زیاته د نظام د بدلون په فکر ده، او پر بدلون باندې یو څه ډیر جدیت ښي.

خو ښاغلی اومیلي بیا د رژیم د بدلون سره مخالفت ښي او وایي دا پریکړه باید موږ ونکړو چې اسد باید لری شي. اومیلي وایي ٫٫د أساسي قانون په کوم ځای کې لیکل شوي چې متحده ایالات یا د بهرنیو چارو وزیر یي وظیفه لري چې دیکتاوران باید څه وخت لری کړل شي؟٬٬

میرمن کلنټن وایي دواړه هدفونه ممکن دي. یو دلیل یي دا و چې وایي امریکا باید د داعش د ځپلو ستراتیژي او تعهد لري چې دا کار امریکایانو او سیمې ته خطرناکه دی بل وایي چې بلاخره امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا لري چې نړیوال سره راغوڼډوي او په سوریه کې سیاسي انتقال راوړی شي.

میرمن کلنټن پدې باور ده چې که متحده ایالات مشري ونکړي، هلته بل مشر نشته، هلته خلا رامنځ ته کیږي او که امریکا غواړي چې کامیابه شي نو باید دا مشري وکړي.


میرمن کلنټن او ښاغلي اومیلي د خپل جمهوریخواه مخکښه سیال کاندید دونالد ترمپ د هغه خبرو په اړه هم تبصرې لرلی چې امریکا ته د غیر امریکایي مسلمانانو د راتلو په مخنوي کولو یي نړیوال غبرګونونه لرل. میرمن کلنټن وویل ټرمپ د داعش لپاره د کسانو جلبولو ښه استخدامچي دی او وایي داعشیان به د افراطي بنسټپالو د جلب وجذب په نیت خلکو ته د دونالد ټرمپ ویدیو وښيي چې اسلام او مسلمانانو ته پکې سپکاوي کوي.

او مارتین اومیلي هغه علت روښانه کول غوښتل چې وایي امریکایان یي متحد کړي دي. اومیلي وایي ٫٫د عبادت آزادۍ، د ادیانو آزادۍ، د بیان آزادۍ په بدل باید پدې کله هم قانع نشو چې دا آزادیګانې د یو ښه امن په بدل کې د لاسه ورکړو. خصوصا د دونالد ټرمپ په شان د بی تجربې شخص په نظر٬٬

دری واړو کاندیدانو د صحي بیمې په سهولت زیاتیدو، د وسلو ګرځلو په قانون او د اسهامو د بازارونو په اصلاحاتو هم مختلف نظرونه او بحث وکړ.

په ملي سطحه نظرسنجونو کې ښکاري چې میرمن کلنټن لاهم ډیره مخکې ده.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG